د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

سرچینې: د مَسقط په ۴ اړخیزه غونډه کې د سولې لپاره د پاکستان پر ابتکار موافقه شوې


د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو د څلور اړخېزو غونډو، شپږم دور پرون د عُمان په پلازمېنه مَسقط کې پېل شو.

د څلورو هېوادونو استازو د بندو دروازو شاته کتلي او له دې امله‌یې د خبرو ډېر جزئیات نهدي خپاره شوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دوو چارواکو ویلي چې اصلي خبرې د افغانستان د سولې لپاره د هڅو د دوام لپاره د لارو پر موندلو متمرکزې وې.

د دې چارواکو نومونه نهدي اخیستل شوي، خو روېټرز خبري اژانس ته‌يې ویلي چې د سولې لپاره د پاکستان پر ابتکار موافقه شوې ده.

د پاکستان د ابتکار جزئیات هم نهدي څرګند شوي.

د مَسقط په غونډه کې د افغانستان د طالبانو د استازو د ګډون په اړه معلومات نهدي خپاره شوي، خو وسلهوالو طالبانو د غونډې تر پیل مخکې، د خپل استازو د ګډون امکان رد کړی و.

په پرونۍ غونډه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي او د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشای رئیس، اکرم خپلواک ګډون درلود.

د پاکستان له لوري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رئیسه/ سکرټره تهمینه جنجوعه خبرو ته ورغلې ده.

د غونډې د پايلو په اړه د امریکا او چین استازو خبرې نهدي کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا، د مَسقط د خبرو په اړه خوشبینې څرګنده کړې ده.

د سولې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار، محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل چې عُمان په دې ارتباط اغېزمن رول لوبولای شي.

د سولې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار، محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار، محمد اسماعیل قاسمیار

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"عُمان له ایران او امریکا سره ښه روابط لري. موږ هیله لرو چې د افغانستان د سولې لپاره سیمهییزې همکارۍ ته اغېزمنه زمینه برابره شي."

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د افغانستان د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د څلور اړخیزو غونډو لړۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کې له اسلام‌اباده پیل کړه، خو له څرګندې پایلې پرته، دا لړۍ ختمه شوه.

د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا پر پاکستان تور پورې کړ چې له وعدې سره سم‌یې د وسلهوالو طالبانو استازي د سولې په مذاکرو کې د ګډون لپاره قانع نهکړل.

خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړل او وايي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.

په کابل کې یو شمېر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره په حالاتو کې بدلون راغلی دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال، پر پاکستان تور پورې کړ چې له وسلهوالو او افراطي ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

سره له دې چې پاکستاني چارواکي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د پېل په اړه خبرې کوي، په کابل کې د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي لاهم په دې اړه ترديد څرګندوي.

XS
SM
MD
LG