افغانستان
جنجوعه: د طالبانو او افغان حکومت خبرو ته اړتیا شته

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د تماس ډلې ته وویل چې د طالبانو او افغان حکومت خبرو ته اړتیا شته.
په دې غونډه کې چې پرون په مسکو کې وشوه او مشري یې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایګور مارګولوف کوله، د افغانستان، چین، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او هند د بهرنیو چارو مرستال وزیرانو برخه اخیستې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ترهګرو د مخنیوي لپاره د افغانستان د روغې جوړې خبرې ډېرې مهمې دي.
تمه ده چې مېرمن جنجوعه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په څلور اړخیزې غونډې کې د عمان په مرکز مسقط کې د پاکستان استازیتوب وکړي.
د مسقط په غونډه کې به د افغانستان، چین او د امریکا د متحد ایالتونو استازي هم برخه واخلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یونیسف: څلورکاله کیږي چې افغان نجونې له ثانوني زده کړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف، وايي چې نن څلور کاله کیږي چې افغان نجونې له ثانوي زده کړو څخه محرومې شوې دي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیارسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د ښځینه زده کونکو پرمخ تړلي.
یونیسف د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۱۷مه، پرایکس پاڼه لیکلي چې زده کړې د بشراساسي حق دی.
دې ادارې وویل چې دوی به د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې، یونسکو په همکارۍ په افغانستان کې د هرې نجلۍ د ملاتړ لپاره هره ممکنه هڅه وکړي چې دوی له لومړني ښوونځي څخه ترمنځني ښوونځي او ورهاخوا ښوونځي ته لاړې شي.
WHO: په افغانستان کې هرماشوم د با کیفیته روغتیایي پاملرني مستحق دی

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO وایي، په افغانستان کې هرماشوم د ژوند له پیل څخه د خوندي او باکیفیته روغتیایي پاملرنې مستحق دی. د افغانستان لپاره دې سازمان استازي ډاکټرایډوین سینیزا سلوادورپه ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په دې هیواد کې موږ ټول، کورنۍ، پالونکي، روغتیایي کارکونکي، او ټولنې په ګډه کولای شوچې ماشومان خوندي کړو، د زیان مخه یې ونیسو او د ټولو لپاره یوه سالمه راتلونکې جوړه کړو. د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان استازي دغه څرګندونې د ناروغانو د مصونیت په اړه د نړیوالې ورځې په مناسبت داسې مهال کړي چې په افغانستان کې اکثره ماشومان له ډیرو لومړنیو اساسي روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.
ایراني پلاوی: د طالبانو له چارواکو سره مو د سوداګرۍ د کچې د لوړیدو پرلارو چارو خبرې کړې دي

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک وایي چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په کتنو کې یې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ د حجم په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان کورنیو رسنیو نن چهارشنبې د سپټمبرپه اولسمه د دې خبرترڅنګ د هغه ځینې څرګندونې خپرې کړې چې ویلي یې دي، په دې لیدنو کتنو کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګمرکاتو او د سرحدي لارو په وړاندې د ځینې خنډونو په اړه هم خبرې کړي دي. ښاغلي اتابک کابل ته په سفرکې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیرنورالدین عزیزي او د طالبانو د ریس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادرسره کتلي دي. د اتابک په خبره د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په اوس وخت کې څه باندې درې ملیارډ ډالرو ته رسیږي. ایران تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې یې ورسره ډیپلوماتیکې او د سوداګرۍ نژدې اړیکې ټینګې کړې دي.
د عمان پاچا سلطان هیثم بن طارق په هغه هیواد کې د ۳۳ افغان بندیانو د خوشې کیدو حکم صادرکړی دی

د عمان پاچا سلطان هیثم بن طارق په هغه هیواد کې د ۳۳ افغان بندیانو د خوشې کیدو حکم صادرکړی دی.
په عمان کې د افغانستان سفارت چې چارې یې د طالبانو استازي سمبالوي، نن چهارشنبې په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دغه بندیان د میلاد النبې په مناسبت بخښل شوي دي. ویل شوي، دغه ۳۳ تنه به چې د مختلفوجرمونو په تور له یوې مودې راهیسې په عمان کې بندیان و، په نژدې راتلونکې کې افغانستان ته ستانه شي.
د یوناما مشره نن د افغانستان درې میاشتنی راپور امنیت شورا ته ورکوي

ټاکل شوې ده چې نن د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د ملګرو ملتو امنیت شورا په یوه بیان کې وویل چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې شي.
دا غونډه د نیویارک په وخت د سهار لس بجې پیلیږي چې په کابل کې به د ماښام شپږ نیمې بجې وي.
د امنیت شورا ننۍ غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایوا خپل وروستی راپور وړاندې کوي.
په افغانستان کې د اغلې اوتونبایوا ماموریت د روانې سپتمبرمیاشتې تر اخره پای ته رسیږي.
بنګله دیش د کرکټ په اسیایي جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د اسیا د کرکټ د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې تیرماښام د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته بنګله دیش د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په ټاکلیو شل اورونو کې بنګله دیش یوسل او څلورپنځوس منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې د افغانستان ټول لوبغاړي د یوسل او شپږ څلویښت منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.
افغانستان په اسیايي جام کې په ( ب) ګروپ کې د بنګله دیش ترڅنګ له هانګ کانګ او سریلانکا سره یوځای شوی دی.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله سبا له سریلانکا سره مسابقه وکړي، دا لوبه به د افغانستان د ټیم برخلیک وټاکي چې له دې جامه بهر شي که نیمه پایلوبې ته وځي.
طالبانو د مخدر موادو په تړاو د امریکا د ولسمشر څرګندونې رد کړې

طالبانو په افغانستان کې د مخدر موادو پرضد د مبارزې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې د دوشنبې په ورځ سپنې ماڼۍ خپرې کړې. په دې څرګندونو کې راغلې دي چې د طالبانو ځیني غړي د مخدر مواد له سوداګرۍ څخه ګټه پورته کوي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په خپل غږ په یوه پيِغام کې چې پرون یې خپور کړ، ویلي دي چې امریکا د افغانستان له واقعیتونو ناخبره ده او د مخدر موادو پرضد د دوی د جدي مبارزې له امله اوس افغانستان له مخدر موادو پاک شوی دی.
ملګرو ملتو د تیر میلادي کال په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نولس فیصده او د تریاکو تولید دیرش په سلو کې د وړم کال په پرتله زیات شوی دی.
د طالبانو دفاع وزیر قطر ته تللی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې ملا محمد یعقوب مجاهد په پلازمینه دوحه کې د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلې دي.
د مجاهد په وینا په دې لیدنه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر اړیکو خبرې شوې دي او له قطر سره د افغانستان په خواخوږۍ او حمایت تاکید شوی دی.
اسراییل تیره اونۍ په دوحه کې د حماس پر دفتر هوایي برید وکړ چې له امله یې د دې ډلې پنځه تنه ووژل شول.
تر دې پیښې وروسته پرون په قطر کې د عربي-اسلامي هیوادو په سرمشریزه کې ټولو د قطر ملاتړ وکړ او د اسراییل برید یې وغانده.
طالبانو په بلخ کې پر انټرنټ بندیزونه لګولي

طالبانو د افغانستان په بلخ ولایت کې انټرنیټ محدود کړی دی.
د طالبانو د والي ویاند حاجي زید تیره شپه ناوخته په ایکسپاڼه کې په یوه پيغام کې ویلي دي چې په بلخ کې د فایبر اپټیک خدمات د دوی د مشر ملا هبت الله اخند په امر په بشپړ ډول ځنډول شوې دي.
د حاجي زید په وینا د دې پریکړې هدف له منکراتو څخه مخنیوی دی، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دې ورکړي.
د بلخ یوشمیر اوسیدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د انټرنټ له محدودیت سره د دیو ورځني فعالیتونه، د بانکدارۍ، سوداګرۍ او انلاین زده کړو په شمول ګډوډ کړې دي.
امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتو امنیت شورا سبا چهارشنبه د ( سپتمبر اوولسمه) د افغانستان په اړه غونډه لري.
په دې غونډه کې به د یوناما مشره او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا په تیرو غونډو کې د طالبانو له لورې د نجونو او ښځو پرضد د بندیزونو د لرې کیدو غوښتنې شوې دي او تل یې ټینګار کړی دی چې د ښځو د حقونو له ورکړې پرته سوله او ثبات نه شي راتلی.
د امنیت شورا سبانۍ غونډه د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پيلیږي.