د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د سولې عالي شورا: د سولې د خبرو لپاره تر هر وخت ښه زمینه برابره ده


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دولت له وسله والو مخالفینو سره د تېر په نسبت، اوس د سولې د خبرو لپاره ښه شرایط برابر شوي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس وايي، د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو ته زمینه مساعده ده.

محمد کریم خلیلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې سولې ته د رسېدو د علمي لارو چارو په نوم ملي کنفرانس ته وویل چې د افغانستان حکومت اماده دی چې په هر ځای کې چې وسله وال مخالفین دي، ورسره د سولې خبرې وکړي.

ښاغلی خلیلي وايي، د وسله والو مخالفینو په منځ کې داسې کسان هم شته چې سولې ته لېوالتیا لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي
د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي

ښاغلي خلیلي زیاته کړه:

"اوس وخت کې هم خلک سولې ته اړتیا لري او هم د سولې د خبرو اترو لپاره په کورني او نړیواله کچه زمینه اماده ده، کوم شرایط چې د سولې د خبرو او د جنګ د خاتمې لپاره په اوسني وخت کې اماده دي، د سولې د عالي شورا په هېڅ دوره کې اماده نه وو."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو اترو يوه ناسته په نېږدې راتلونکې کې په عمان کې ترسره شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغه ناسته د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ د څلور اړخیزو ناستو په لړ کې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي چې دغه ناسته به د اکټوبر په ۱۶ مه ترسره شي چې په کې به د افغانستان، پاکستان، امریکا او طالبانو استازي ګډو ولري.

ولسمشرغني تل په دې ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې کيلي په دوو محورونو، لومړی پاکستان او بیا په بین الافغاني خبرو راڅرخي.

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه کابل ته پخپل سفر کې ډاډ ورکړی و چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې همکارۍ ته اماده دی.

بل خوا د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک چې په دې خبري غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو د پیلېدو لپاره هېڅ مخکني شرطونه نه لري او اماده دي چې په هر هېواد کې وسله والو مخالفینو سره سوله وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک

ښاغلی خپلواک وایي:

"د افغانستان حکومت د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره هېڅ مخکنی شرط نه لري او اماده دي چې په هر ډول شرایطو کې د هېواد به داخل او بهر کې د طالبانو سره د سولې خبرې او مذاکرات پېل کړي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، تر هغې چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته نشي، د سولې په اړه د خبرو پيلېدل ممکن نه دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر او لیدلوری هم ولرو، خو د مکررو اړیکو سره سره بریالي نشو.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG