د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د افغانستان د ملي امنیت شورا طالب مشرانو سره د اتمر خبرې اترې رد کړي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت د سلاکار او د طالب مشرانو ترمنځ د سولې په اړه د خبرو اترو راپورونه بې بنسټه دي.

د دې شورا ویاند قادر شاه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دولت د وسله‎والو مخالفینو سره د سولې په اړه هر راز خبرې اترې د سولې عالي شورا له لارې پرمخ وړل کېږي.

نوموړي وویل چې د ملي امنیت شورا د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په دې برخه کې د سولې عالي شورا ملاتړ کوي.

د ملي امنیت د شورا ویاند قادر شاه
د ملي امنیت د شورا ویاند قادر شاه

دی وايي:

"د ملي امنیت شورا دفتر د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس هغه راپور چې د ملي امنیت شورا او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه خپور شوی، بې بنسټه بولي او ردوي يې. "

دا په داسې حال کې ده چې اسوشیټېد پرس اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هره دوهمه میاشت د قطر په مرکز دوحه کې له طالب مشرانو سره خبرې اترې کوي.

هغه اسناد چې اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ترلاسه کړي له مخې يې افغان چارواکو او طالبانو د راتلونکو انتخاباتو او د افغانستان د اساسي قانون د منلو په هکله د طالب مشرانو د لېوالتیا په اړه بحثونه کړي دي.

یوه افغان امنیتي چارواکي دې اژانس ته ویلي، طالبان په اساسي قانون کې ځینې تعدیلات غواړي، خو د اوس لپاره د دې غوښتنې په عملي کېدو ټینګار نه ‎کوي.

دې خبري اژانس همدا راز ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی تقریباً هره ورځ له طالبانو سره د اساسي قانون او د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه بحث او خبرې اترې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم په دې اړه خپاره شوي راپورنه رد کړي او ویلي یې دي چې ورته څرګندونې هیڅ حقیقت نه لري.

که څه هم د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند د اسوشیټېد پرس د راپور په اړه له خبرو کولو ډډه کوي خو يو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې که د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه پټې خبرې شوي وي نو باید ملاتړ يې وشي.

له دې ډلې حمید عزیزې په دې باور دی چې د دې لپاره چې د سولې په اړه هڅې نتیجې ته ورسېږي نو په لومړیو مراحلو کې باید خبرې اترې په پټه توګه پرمخ یوړل شي.

دی وايي:

"د مذاکراتو په ډاګه کېدل دغه بهیر له ناکامۍ سره مخ کولای شي،خو که چېرې تر يوې مودې پورې هوکړې وشي او وروسته بیا موضوع په ډاګه شي نو په هغه صورت کې ویلی شو چې طالبان هم په ترسره شوي عمل کې شریکیږي او ممکن د سولې د خبرو په وړاندې ونه درېږي. "

د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو او خبرو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو هم دا شان تماسونه رد کړي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوسمهال دوی له افغان حکومت سره د سولې په اړه د هېڅ ډول اړیکو او خبرو اترو لیوالتیا نه لري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG