د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

په افغانستان کې د ځان وژنې مهم لاملونه څه دي؟


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په کلني ډول له ۳ زرو زیاتې ښځې د بېلابېلو لاملونو له امله، په ځان وژنې لاس پورې کوي.

په افغانستان کې د ځان وژنې د مخنیوي له نړېوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا، هر کال دغه هېواد له ۳ زرو څخه د زیاتو ښځو د ځان وژنې شاهد وي.

دغه څرګندونې د دغه کمېسیون د ښځو د برخې کمیشنرې قدریې یزدان پرست د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ځان وژنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.

مېرمن یزدان پرست وویل، د ځان وژنې ۸۰ سلنه ښځې او پاتې ۲۰ سلنه یې نارینه جوړوي.

اغلې یزدان پرست زیاته کړه:

"کومې شمېرې چې موږ په لاس کې لرو، یا په روغتونونو کې ثبت شوې دي او یا هم د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون توانېدلی چې هغه مستند کړي چې په کلني ډول له ۳ زرو څخه ډيرې ښځې په ځان وژنې لاس پورې کوي، د دغو موندونو له مخې، ۸۰ سلنه ښځې او ۲۰ سلنه هم نارینه په ځان وژنې لاس پورې کوي."

د مېرمن یزدان پرست په وینا، د ښځو د ځان وژنې په اړه د دوی دغه ارقام تخمیني دي او تر اوسه د بېلابېلو لاملونو له امله نه دي توانېدلي چې له ولایتونو د ځان وژنې دقیق ارقام تر لاسه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت موندنې ښيي چې د ځان وژنې دغه پېښې په کابل، هرات، بادغیس، نیمروز او کندهار ولایتونو کې دي.

نړۍ هر کال د سپټمبر ۱۰ مه نېټه د ځان وژنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.

نړیوال روغتیايي سازمان په تېره کې ویلي چې هر کال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان ځان وژنه کوي چې په دې توګه تر هرو ۴۰ ثانیو وروسته یو کس یو کس ځان وژني.

د دغه سازمان په وینا، دا یوه نړیواله پدیده ده چې د نړۍ هر ګوټ کې رامنځته کېږي او ۷۵ سلنه هغه کسان چې ځان وژني، د کم عاید لرونکو او د منځني عاید لرونکو هېوادونو خلک دي.

خو په افغانستان کې د ځان وژنې مهم لاملونه څه دي؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:

"د ځان وژنې لپاره بېلابېل لاملونه په ګوته شوي او ویل شوي چې د بشري حقونو سرغړونه، مخکي له وخته ودونه، رواني اختلالات، اقتصادي زیانونه، له نشه يي موادو اسفاده کول او تاوتریخوالي دغو ځان وژنو ته لاره هواره کړې ده."

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا نه وايي چې د ځان وژنې دغه پېښې د تېرو کلونو په پرتله څومره ډېرې شوي او یا کمې شوې دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ځان وژنې د مخنیوي نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د رواني روغتیا د دوه سوه سلاکارانو فارغېدل د دغې ستونزې د مخنیوي په برخه کې مهم یاد کړل او ویې ویل چې د دغو سلاکارانو د زیاتېدو هڅې کوي.

له دې ټولو سره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د روغتیايي برخې استازې ماوریز سیان د رواني ناروغانو د دقیق شمېر په راټولولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې اروپايي ټولنه به په دغه هېواد کې د ځان وژنو د پېښو د مخنیوي په برخه کې، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG