د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

نور: عبدالله د خپل سیاسي موقف او شخصي ګټو په خاطر د معاملې هڅه کې دی


د بلخ والي عطا محمد نور د جمهوري ریاست له ماڼۍ سره د خپلو خبرو اترو له دوام څخه خبر ورکوي او وايي چې ډېر ژر به‌یې وروستۍ پایلې اعلان شي.

ښاغلي نور نن په بلخ کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې وویل چې دا خبرې اترې د جمعیت ګوند په استازیتوب له ارګ سره ترسره شوې دي او اساسي هدف‌یې هم دا دی چې د جمعیت ګوند د پلویانو او غړو سیاسي حقوق تأمین کړي.

د بلخ والي د یادو خبرو اترو د ترلاسه شویو پایلو څخه راضي برېښي او د هغه په باور چې اجرائیه ریاست نه‌دی توانېدلی تر څو د جمعیت ګوند د غړو او طرفدارانو غوښتنې ځواب کړي او د هغوی حقوق تأمین کړي.

ښاغلی نور وايي چې ډاکتر عبدالله عبدالله د دې لپاره چې خپل موقف او قدرت حفظ وساتي په هڅه کې دی تر څو د داوړو لورو تر منځ خبرې اترې تخریب کړي.

هغه‌یې په اړه وویل:

"هغوی چې زموږ مالګه خوړلې اوس مو نمک‌دان ماتوي، د یادو مذاکراتو د خرابولو په خاطر یې له هر توانه او هر هغه څه چې په اختیار کې و، استفاده‌یې وکړه تر څو زموږ د تخریب په خاطر کار وکړي او جمعیت ګوند دا خبرې اترې له ماتې سره مخ شي."

د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د خپل سیاسي موقف او شخصي ګټو ساتلو په خاطر د معاملې د ترسره کولو په هڅه کې دی.

ښاغلي نور له دې کبله له خپلو پلویانو څخه بخښنه وغوښتله چې له دوی څخه‌یې غوښتي و، ترڅو په تېرو انتخاباتي ټاکنو کې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړي.

هغه وویل:

"له خپل ملت څخه هم بخښنه غواړم چې تاسو مو دې ته وادار کړئ تر څو نظر مو خپل کړو او له موږ سره همکاري وکړئ، له موږ ملاتړ وکړئ او په صندوقونو کې رأی واچوئ، تاسو زحمت وایست."

ښاغلی نور وايي چې د جعمیت ګوند اهدافو د ترلاسه کولو او خپلو هوادارانو ته د هغوی د حق لاسته راوړلو په خاطر به په راتلونګو ولسمشریزو ټاکنو کې میدان ته راووځي.

اجرائیه ریاست او د جمعیت ځیني غړي: نور زموږ په استازیتوب خبرې نه‌کوي

سره له دې چې مو هڅه وکړه د یادو څرګندونو په اړه د اجرائیه ریاست نظر هم له ځانه سره ولرو، خو د دغه ریاست ویاندویانو ونه‌غوښتل دومره ژر په دې اړه نظر څرګند کړي.

معنوي: نور سره مذاکره کې د ارګ هدف به د عبدالله کمزوري کول وي

جمعیت ګوند ارګ سره نتیجې رسېدو لپاره نور ته ۲ میاشتې وخت ورکړی

عطا محمد نور وايي ولسمشر غني سره خبرو ته دوام ورکوي

د یادولو ده چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د ښاغلي عطا محمد نور خبرې اترې ۶ میاښتې دمخه پيل شوې او هغه مهال داسې ګمانونه موجود و چې ښاغلی نور د جمعیت ګوند په استازیتوب نه بلکې د خپلو شخصي ګټو خوندي ساتلو او په بلخ کې د والي په توګه د پاتې کېدلو په خاطر دا مذاکرات پر مخ بیايي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG