د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

په افغانستان کې د امریکا له ۱۶کلن حضور وروسته دغه هېواد څومره تغیر کړی


په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو متحدینو په ۱۶ کلن شتون کې دغه هېواد بله څېره ځان ته غوره کړې ده.

د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله شپاړلس کاله وروسته د افغانستان څېرې بل شکل ځانته غوره کړی.

د افغانستان د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وايي چې افغانانو په دغه موده کې ولسواکي تجربه کړې او اوس د دولت خاوندان دي.

عبدالقادر ځاځی
عبدالقادر ځاځی

نوموړي زیاته کړه:

"باید سترګې ورباندې پټې نه شي د بیا رغونې په برخه کې مرستې او پرمختګونه شوي دي، طالبانو یو ویجاړ افغانستان په میراث پرېښود‎، نظام او ځواک یې نه درلود، په داسې حال کې چې افغانستان یې اوس مهال لري."

له دې ټولو سره سره د ۳۵۲ زره د امنیتي او دفاع ځواکونو تشکیل، سړکونو او ودانیزو چارو کې روغونه اوبیا رغونه، د سودا د کچې لوړوالی، د بشري حقونو رعایت، د بیان ازادي، ولسواکي او ځینو نورو برخو کې لاس ته راړونې هغه څه دي چې افغانستان ته د نړیوالو په رتګ سره راڅرګند شول.

په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو متحدینو له حضور وړاندې دغه هېواد هرڅه له لاسه ورکړي و.

شپاړلس کاله وړاندې افغانستان یو منزوي هېواد و چې په کې د پرمختګ او ترقي خبرونه نه ترسترګو کې ده.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه کله چې د القاعده شبکې په نیویارک ښار کې حملې وکړې امریکا افغانستان ته راغله او افغانستان ورسره پرمختګ وکړ.

امریکا او نړیوال متحدین یې د درې هدفونو له ترورېزم سره مبارزه، په افغانستان کې حکومت جوړونه او د افغانستان بیا رغونه لپاره افغانستان ته راغلل.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې شپاړلس کاله وړاندې هر څه له صفر څخه شروع کړل چې نن په ټولو برخو کې ښه پرمختګونه رامنځته شوي، خو داچې د ترورېزم جرړې نه دي ایستل شوې، عوامل یې پاکستان دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

نجیب الله ازاد
نجیب الله ازاد

"بهرنیان او افغان حکومت نه دي توانېدلي چې ترورېزم په بشپړ ډول له منځه یوسي او اوس یوه نړیوال ستونزه جوړه شوې ده چې په افغانستان کې یې عمده عوامل پاکستان دی."

امریکا او نړیوالو متحدینو یې په افغانستان کې د بیا رغړونې په برخه کې په میلیارډونو ډالر مصرف کړل.

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه په دې باور ده چې امریکا او متحدینو یې د افغانستان بنسټیزې جوړونې ته لازم پام ونه کړ.

د دغې خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت ازادي راډیو ته وویل:

عتیق الله نصرت
عتیق الله نصرت

"اصلاً د بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګه اچونه نه ده شوې، زیات تمرکز په سوداګرۍ او ترانیزیټ و، نو له همدې لحاظ موږ ونه توانېدو چې افغانستان له یوه واردتي هېواد څخه په تولیده هېواد بدل کړو."

دا چې له شپاړلس کلونو وروسته اوس هم په افغانستان کې جګړه روانه ده، څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژۍ اعلان کړه.

په دغه ستراتیژۍ کې راغلي د تروریستانو ځاله هر چېرې چې وي په نښه به شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د شهید اوونۍ په لمانځ غونډه کې وویل چې د دغې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"په شخصي توګه په دې باور یم چې د دغې ستراتیژۍ اساسي او مهم ټکي د تروریستانو په ملاتړو باندې فشار راوړل دي چې ښې پایلې به ولري."

دا چې په تېرو شپاړلسو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا حضور لاس ته راړونې درلودې، خو اوس کابل ښاریان څه هیلې لري:

"ولي یم امریکا د دې لپاره راغلې چې ترورېزم لمنځه یوسي، نو باید په دې برخه کې جدي شي او د ترورېزم ځالې ړنګې کړي."

"احمد قاهر یم په افغانستان کې ښه اقتصادي پرمختګ شوي، خو بې وزلي اوس هم شته، زما غوښته داده چې امریکا دې په افغانستان کې بنسټیزو پروژو تا زیات پام وکړي."

که څه هم ویل کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې شتون د پخوا هومره پیاوړی نه دی، خو د افغانستان او په نړیواله کچه د نوې ټوکېدلې ډلې داعش حضور نوې اندېښنې زېږولې دي.

له دې سره په څنګ کې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو د ایران او روسیې ملاتړ د کارپوهانو په باور تازه اندېښنه ده چې د تررېزم سر په مبارزه کې نوې اندېښنې رامنځته کړې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG