د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

امریکا: په نوې ستراتېژۍ کې به د هلمند سقوط شوې سیمې بېرته ونیول شي


په هلمند کې امریکايي ځواکونه وایي، د واشنګټن نوې ستراتېژي دوی ته کافي وخت او امکانات ورکوي څو دغه ولایت بېرته په خپل کنټرول کې راولي.

هلمند ولایت چې څو کاله وړاندې لسګونه زره بهرني سرتېري په‌کې دېره و او په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور یوه نمونه ګڼل کېده اوس د وسله‌والو مخالفینو په یوه قرارګاه بدل شوی دی.

په هلمند ولایت کې دېره امریکایي سرتېري وایي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړه چې وایي، د دغه ولایت د بېرته نیولو لپاره به سرتېري هلته پاتې شي، دوی ته کافي وخت او امکانات برابروي.

د فرانس پرس خبري اژانس په راپور کې راغلي چې افغانستان ته نوي ورغلي سرتېري اوس د هلمند په ښوراب اډه کې افغان ځواکونو ته پوځي روزنه ورکوي.

افغان ځواکونه دا مني چې هغوی لا هم د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا لري.

د فرانسې خبري اژانس راپور زیاتوي چې د هلمند ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه ۱۲یې د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

افغان ځواکونه چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناټو د پوځي مأموریت تر ختمېدو وروسته‌یې د جګړې مشري واخیستله، د وسله‌والو مخالفینو د بریدونو په کابو کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

په ښوراب اډه کې د جورج کالدویل په نوم یوه امریکایي افسر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

"موږ د خپل مأموریت د ښه ترسره کولو لپاره ډېر وخت په واک کې لرو."

د راپور له مخې په تېر اپرېل کې شااوخوا ۳۰۰ امریکایي سرتېري هلمند ته ولاړل، خو څو کاله وړاندې چې دغه ولایت په افغانستان کې د امریکا د حضور یوه مرکزي سیمه بلل کېده، ۲۰ زره امریکایي سرتېري په دغه ولایت کې دېره و.

امریکایي روزونکي وایي، افغان ځواکونو یوه میاشت وړاندې د ناوې ولسوالۍ چې نهه میاشتې د طالبانو په واک کې وه، بېرته ونیوله.

خو طالب وسله‌والو په وروستیو اوونیو کې په هلمند کې خپلو ځانمرګو بریدونو او عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

ځواک: لښکرګاه کې انتحاري حملې ۷ تنه وژلي او ۳۸ نور یې ټپيان کړي

هلمند کې پر ملي اردو انتحاري حمله کې ۳ سرتېري ټپیان شوي

د فرانسې خبري اژانس د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي له قوله ویلي چې د امریکا د ملاتړ دوام ډېر مهم او حیاتي دی.

نوموړي ویلي د افغانستان پوځ چې نوی پر پښو درېدلی دومره نه‌دی پوخ شوی چې په یوازې سر جګړه وکړي.

XS
SM
MD
LG