خبرونه
په چچنيا کې د برما مسلمانانو په پلوي لاريون وشو

نن په زرګونو کسانو د روسيې د شمالي قفقاز په چچنيا جمهوريت کې د برما يا ميانمار د روهينګيا مسلمان اقليت په ملاتړ لاريون وکړ.
دغه لاريون د ګروزني په مرکزي برخه کې د جامع جومات مخې ته وشو، چې د چچنيا رهبر رمضان قديروف، د محلي پارلمان مشر محمد داودوف، نورو چارواکو او روحاني مشرانو په کې برخه درلوده.
چارواکو او مذهبي مشرانو چې د قران کريم ايتونه يې لوستل، د مسلمانانو د اتحاد غوښتنه وکړه.
پرون دېته ورته لاريونونه په مسکو کې د برما د سفارت مخې ته او د داغستان جمهوريت په مرکز مخاچ کلا کې هم شوي وو.
ملګري ملتونه وايي د اګست له ٢٥مې چې تاوتريخوالى پيل شوى، نږدې ٩٠ زره کسان چې ډېرى يې د روهينګيا کډوال دي، ګاونډي هېواد بنګله دېش ته رسېدلي دي.
دغه کډوال د برما امنيتي ځواکونه او افراطي بودايان تورنوي، چې د دوى کلي يې په اور سوځلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي

د اوکرایین پلازمینه کییف او نور ښارونه بېګا د روسيې تر پراخو توغندويي او ډرون بریدونو لاندې راغلل.
د راپورونو له مخې دا بریدونه چې تر نن سهاره روان وو لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.
دا پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یوه خونړۍ حمله بلل کېږي.
ګڼې هستوګنې ودانۍ په بیګانیو بریدونو کې ورانې شوي. چارواکي اندېښمن دي چې ښايي د مرګژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ویلي روسیې تېره شپه په ۹ ساعته بریدونو کې پر اوکرایین لږ تر لږه ۴۴۰ ډرون او ۳۲ توغنديز بریدونه کړي.
نږدې ۵ میلیونه افغانان سږکال لومړیو دریو میاشتو کې طبیعي پېښو اغېزمن کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې نږدې پنځه میلیونه افغانان، یا د هیواد د نفوس لس سلنه، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له چاپیریالي ناورینونو اغیزمن شوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ افغانان اکثر د طبیعي پېښو له امله له خپلې اصلو مېنو کډې ته اړ شوي.
د راپور له مخې، د افغانستان ډیری برخې د ژمي او پسرلي په لومړیو کې وچکالۍ، درنې واورې او سیلابونه ځپلي دي.
له دې مخکې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي وو چې د طبیعي پیښو په وړاندې د افغانستان زیانګالو او د څلورو لسیزو جګړو له امله د اقلیم بدلون منفي اغیزې په هیواد کې لویې اقتصادي ننګونې رامینځته کړې دي.
د ایران د جګړې جګپوړي قومندان وژل شوی

اسرائیل وایي چې د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه نوی ټاکل شوی قوماندان یې وژلی دی.
د اسرائیل پوځ وایي، علي شادماني چې د غلامعلي رشید تر وژل کېدو وروسته د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د قوماندان په توګه ټاکل شوی و، د سه شنبې سهار وختي په یو هوایي برید کې وژل شوی دی.
تر دې وړاندې، علي شادماني د خاتمالانبیا قرارګاه د همغږۍ مرستیال و. خو کله چې غلامعلي رشید په یو هوایي برید کې ووژل شو، علي خامنهیي هغه ته د تورن جنرالۍ رتبه ورکړه او د قرارګاه د قوماندان په توګه یې وټاکه.
وای.نت ادعا کړې چې د اسرائیلي استخباراتي او پوځي ادارو لهخوا د علي شادماني موقعیت معلوم شوی و، او د سه شنبې په سهار د هغه د پټې ناستې ځای د جنګي الوتکو لخوا په نښه شو.
تر دې دمه ایران د دغه راپور په اړه هېڅ غبرګون نهدی ښودلی، او د علي شادماني د وژل کېدو موضوع یې نه تایید کړې او نه هم رد کړې ده.
د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه د ایران تر ټولو لوړه نظامي-عملیاتي اداره ده، چې د جګړې، بحران او لویو امنیتي ګواښونو پر مهال د وسلهوالو ځواکونو ګډه قومانده پر غاړه لري.
په دغه پنځو ورځو کې چې د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړه روانه ده، اسراییل تر اوسه د ایران د سپاه او وسلهوالو ځواکونو نږدې شل لوړپوړي قوماندانان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر له نړیوالو وغوښتل چې د غزې جګړه ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک د نړۍ له هېوادونو په بیړني ډول په غزه کې د یوه اقدام غوښتنه کړې ده.
تورک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۹مې غونډه کې وویل " په حکومت کې هر یو کس باید راجګ شي او د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید پر اسراییل او حماس له خپل فشاره کار واخلي".
هغه د جګړې د دوام له کبله پر اسراییل نیوکه وکړه.
تورک ویلي، دوامداره سوله هغه وخت امکان لري چې د دوه دولتونو حل لاره باندې کار وشي او غزه د راتلونکي فلسطیني دولت یوه برخه شي.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه ونښته چې حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.
له همغه مهاله د فلسطیني چارواکو په وینا د اسراییلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې څه باندې ۵۴ زره فلسطینان وژل شوي او د غزې اکثره برخې ویجاړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) ویلي چې د بودجې د کموالي له کبله خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي.
د فرانس پریس په لیکنه دغې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي چې له دې کار سره به د نړۍ په کچه د دوی د خیرښیګڼې چارې هم کمې شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغو سازمانونو له ډلې وه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې مرستې پرې بندې کړې.
امریکا د کډوالو د دغې ادارې ۴۰ فیصده لګښتونه برابرول او په کلني ډول یې دوی ته دوه میلیارده ډالر ورکول.
له دې سره به په جینوا کې د دغه سازمان د مرکزي دفتر او په نړۍ کې د نورو دفترونو ګڼ شمېر څانګې وتړل شي.
د طالبانو یو پلاوی د روسیې سنټ پټرزبورګ ته تللی دی

د طالبانو د کرنې د وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کانفرانس کې د ګډون په موخه سنټ پټرزبورګ ته روان شوی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله تېره شپه دغه خبر خپور کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د کرنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې یاد پلاوی د جون له اتلسمې تر ۲۱مې پورې د روسیې اقتصادي کانفرانس کې ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې اقتصاد، چاپیریال ساتنه، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو شریکول به د دغه کانفرانس د بحث وړ مسلې وي.
روسیه له طالبانو سره په سیمه کې ښه تعامل لري او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر یې هم منلی دی.
سپینه ماڼۍ: منځني ختیځ کې مو پوځیان ( په دفاعي حالت) کې دي

سپینه ماڼۍ وایي، په منځني ختیځ کې د دوی پوځیان په " دفاعي حالت" کې دي او دغه دریځ کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.
د فرانس پریس په وینا د سپینې ماڼۍ ویاند الکس فایفر د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې پرون دوشنبه ویلي " مونږ به له خپلو ګټو دفاع وکړو".
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د نژدې متحد اسراییل او ایران ترمنځ نن د پيل شوې جګړې پنځمه ورځ ده.
امریکا په منځني ختیځ کې له لسیزو راهیسې د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ سرتیري لري چې د بحرین، مصر، عراق، اردون، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ۱۹ اډو کې میشت دي.
ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.
تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.
دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.
نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.
طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.
طالبان: د ټولنیزو رسنیو جعلي حساب درلودل او له دغو ادرسونو د خلکو ګواښل او سپکول ( جرم) دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".
وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.
دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.
ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.