د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

دفاع وزارت: د ملکي مرګ ژوبلې د کچې د لوړوالي لامل مخالفین دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د استوګنې په سیمو کې د وسله‎والو مخالفینو د پټېدو له امله د هوايي حملو پر مهال د ملکیانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي لامل وسله‎وال مخالفین دي.

ښاغلی وزیري ټینګار کوي چې دفاع وزارت د ملکیانو خوندیتوب ته پام کړی او دا موضوع‌یې په لومړیتوبونو کې ده.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

وزیري وايي:

"د ملکي مرګ ژوبلې اصلي مسؤلیت د وسله‎والو مخالفینو او ترورېستي ډلو په غاړه دی چې د عامو خلکو او د استوګنې په سیمو کې یې ځای نیولی او خلک‌يې سپر ګرځولي چې خلکو ته مرګ ژوبله واوړي، دفاع وزارت دې ته ژمن دی چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه‎وړي او د مرګ ژوبلې کچه صفر ته ښکته شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي يا یوناما د يوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په نیمايي کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو کچه ۴۳ سلنه لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي حملو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې يوناما ویلي و چې د روان میلادي کال په لومړېو درېیو میاشتو کې د ځانمرګو بریدونو او حملو په پایله کې څه باندې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او څه د پاسه ۱۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت تر دې مهاله په افغانستان کې د هوايي حملو له امله د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه څه نه‎دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په دې برخه کې د يو لړ ستونزو په منلو سره د ملکي مرګ ژوبلې په مخنیوي ټینګار کړی و.

خو وسله‎والو طالبانو بیا په تېره کې دغه پړه پر افغان او بهرنیو ځواکونو اچولې او د ځان په تړاو يې دا شان تورونه رد کړي دي.

بل‎خوا د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په ځینو مواردو کې نړیوالو ځواکونو ته د ناسمو راپورونو د ورکولو له امله ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

عبدالستار خواصي
عبدالستار خواصي

د دې جرګې یو تن غړی عبدالستار خواصي یې په اړه وايي:

"که حکومت د دا شان ړندو بمباریو مخه ونه‌نیسي او هغه ناسم راپورونه چې دوی ورکوي هغه اصلاح نه‎کړي، نو د خلکو او حکومت ترمنځ به فاصله زیاته او حکومت به يوه داسې حالت سره مخ شي چې مخه به‌یې بیا نه امریکایان او نه هم نړیواله ټولنه وشي نیولی."

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د عامو وګړو د مرګ ژوبلې او د استوګنې د سیمو د نښه کولو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره له ښکېلو لورو غوښتي و چې د منازعاتو پر مهال ټول نړیوال قوانین په جدي توګه مراعات کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG