د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

دانش: په کابل کې انتحاري حملې ۵ تنه وژلي او ۸ یې ټپیان کړي


یوه انتحاري حمله کوونکي په کابل کې له امریکا سفارت سره نېږدې د کابل بانک د مشتریانو په منځ کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغې پېښه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د ښاغلي دانش په وینا د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

دی وايي:

"د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د یوه خصوصي بانک مخې ته یوه کس انتحاري حمله وکړه چې له امله‌یې پنځه کسه ووژل شول او اته نور ټپيان دي چې د پېښې، ټول شهیدان او ټپيان ملکي کسان دي."

دا حمله داسې مهال کېږي چې لوی اختر ته ایله دوه ورځې پاتې دي او په دې ښار کې خلک د اختر لمانځلو ته چمتووالی نیسي.

څلور ورځې وړاندې د کابل ښار د خیرخانې سیمې پر امام زمان جومات هم ډله‎ییزه انتحاري حمله وشوه چې د عامې روغتیا وزارت په وینا ۲۸ کسه په‌کې ووژل شول او ۴۰ په‌کې ټپيان شول.

پر امام زمان جومات د حملې مسؤلیت داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې منلی و، خو د کابل د نن ورځې د حملې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

روغتیا وزارت: پر جومات حمله کې ۲۰تنه وژل شوي داعش یې هم مسؤلیت منلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

د وسله‎والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې په دې حمله کې هغه د امنیتي ځواکونه په نښه شوي وو چې بانک ته د خپلو معاشونو د اخیستو په هدف تللي وو.

خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي او وايي چې د حملې پر مهال هېڅ سرتېری کابل بانک ته د معاش د اخیستو لپاره نه‌و تللی.

د پېښې په ځای کې عیني شاهدان وايي، د پېښې قربانیان هغه کسان دي چې یاد بانک ته د معاشونو د اخیستو لپاره بانک ته راغلي وو.

که څه هم د پېښې د ځای په شااوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، خو دغه ځای ته د انتحاري حمله کوونکي رسېدو خلک اندېښمن کړي او انتقاد کوي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو نصیر او محمد نعیم د پېښې په ځای کې ازادي راډیو ته وویل:

"ګڼه ګوڼه زیاته وه، معلومه نه‎شوه چې چاودنه د څه شي وه، دا چې اختر نېږدې دی، خلک بانک کې پیسې لري او راغلي و چې پیسې واخلي او اختر ته چمتووالی ونیسي، ترڅو چې داسې وضعیت وي، زه له حکومته غواړم چې استعفا وکړئ."

"د انتحاري حملې ځای لږ له ما لیرې و، دغه چاودنه د اسلام او انسانیت دښمنانو کړې، اصلاً مسلمان دا کار نه‌کوي."

د یادونې وړ ده چې د پېښې په ځای کې یو شمېر امنیتي ځواکونه له یو بل سره لفظي شخړه وکړه او یو بل ته ګوته په ماشه شول.

تر اوسه د دغې لفظي شخړې دلیل له رسنیو سره نه‎دی شریک شوی.

راپور: رحمت‌الله افغان

  • پخواني معلومات

افغان چارواکي وایي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه اخېستی، لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې حمله کوونکي د امریکا سفارت ته نېژدې د کابل بانک څانګې په دروازه کې ځان والوزاوه.

دانش وویل، په دغه حمله کې اته تنه نور ټپیان شول. د هغه په وینا ټول وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.

خو طالبانو د دغې حملې د مسؤلیت اخېستو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د امنيتي ځواکونو هغه غړي یې په نښه کړي و چې له بانکه یې د خپلو تنخواو پیسې را ایستلې.

له دې مخکې د تېرې جمعې په ورځ د کابل په ۱۱مه حوزمه کې پر یوه جومات انتحاري او وسله واله حمله شوې وه چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د هغه برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخېستی و.

  • پخواني معلومات

افغان چارواکي وایي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې حمله کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي چې په دغې حمله کې به چې د امریکا سفارت ته نېږدې شوې، د کابل بانک یوه څانګه په نخښه شوې وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل د روغتونونو مشر محمد سالم رسولي تائید کړې چې په دغې حمله کې ۹ تنه ټپیان شوي دي.

مخکې د عامې روغتیا وزارت د رسنیو برخې مسؤل اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته د یوه کس د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبره کړې وه.

تر اوسه په دغې حمله کې د وژل شویو او ټپیانو ارقام دقیق نه‌دي.

د دغې حملې مسولیت وسله‌والو طالبانو منلی.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د کابل په ۱۱مه حوزمه کې پر یوه جومات انتحاري او وسله‌واله حمله شوې وه چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې وه او مسؤلیت‌یې هم داعش ډلې په غاړه اخیستی و.​

  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي په کابل کې نننۍ چاودنې ۴ تنه وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي.

نوموړي په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې دا یوه انتحاري حمله وه.

تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و، د کابل ښار له چاودنې یو جسد او اته ټپیان د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د کابل په یوولسمه حوزه کې د قلعه نجارا په یوه جومات باندې انتحاري او وسله‌واله حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګژوبله واړوله.

د جمعې ورځې حمله د داعش ډلې کړې وه خو د نن ورځې د حملې پړه تر اوسه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار له چاودنې یو جسد او اته ټپیان د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته انتقال شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو برخې مسؤل اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته وویل:

"دا مهال وروستي جزئیات له موږ سره دا دي چې اته تنه ټپیان او یو مړی د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته د کابل امبولانس له لارې انتقال شوي او په دې اړه به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک شي."

امنیتي چارواکي وايي چې دا چاودنه د کابل ښار د عبدالحق او د مسعود څلور لارو ترمنځ سیمه کې رامنځته شوې ده، خو په دې اړه نور جزئیات نه‌ورکوي.

خو د ځينو راپورونو پر اساس چاودنه د نوي کابل بانک په یوه نماینده‌ګي کې شوې ده.

تر اوسه د چاودنې نوعیت او د تلفاتو دقیق ارقام نه‌دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د کابل په ۱۱مه حوزه کې د قلعه نجارا په یوه جومات باندې انتحاري او وسله‌واله حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګژوبله واړوله.

د جمعې ورځې حمله د داعش ډلې کړې وه، خو د نن ورځې د حملې پړه تر اوسه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش په کابل کې نننۍ چاودنه تائید کړې او په خپل فېسبوک پاڼه کې یې لیکلي چې دا یوه انتحاري حمله وه.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د کابل په یوولسمه حوزه کې د قلعه نجارا په یوه جومات باندې انتحاري او وسله واله حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.

د جمعې ورځې حمله د داعش ډلې کړې وه، خو د نن ورځې د حملې پړه تر اوسه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې نن شااوخوا لس نیمې بجې یوه چاودنه شوې ده.

د کابل امنیتي چارواکي تائیدوي چې چاودنه د مسعود څلور لارې ته نېږدې د کابل بانک په یوې څانګې شوې ده، خو ډېر جزئیات‌یې معلوم نه‌دي.

اخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نننۍ چاودنې ملکیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته تائید کړه چې تر اوسه پورې د نن ورځې له چاودنې یو مړی او اته ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پېښه د نوي کابل بانک یوې څانګې ته څېرمه شوې ده، خو معلومه نه‌ده چې کومه انتحاري حمله وه یا د ځای پر ځای شوي بم چاودنه وه.

د امریکا سفارت، د افغانستان ستره محکمه او ګڼې نورې ادارې د پېښې سیمې ته نېږدې موقعیت لري.

سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابند شوې ده.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د کابل په یوولسمه حوزه کې د قلعه نجارا په یوه جومات باندې انتحاري او وسله‌واله حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګژوبله واړوله.

د جمعې ورځې حمله د داعش ډلې کړې وه، خو د نن ورځې د حملې پړه تر اوسه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې نن شااوخوا لس نیمې بجې یوه چاودنه شوې ده.

د کابل امنیتي چارواکي تائیدوي چې چاودنه د مسعود څلور لارې ته نېږدې شوې، خو په اړه‌یې تر اوسه زیات جزئیات نه‌شته.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پېښه د کابل بانک یوې څانګې ته څېرمه شوې ده، خو معلومه نه‌ده چې کومه انتحاري حمله وه یا د ځای پر ځای شوي بم چاودنه وه.

د امریکا سفارت، د افغانستان ستره محکمه او ګڼې نورې ادارې د دې پېښې سیمې ته نېږدې موقعیت لري.

سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابند شوې ده.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د کابل په ۱۱مه حوزه کې د قلعه نجارا په یوه جومات باندې انتحاري او وسله‌واله حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګژوبله واړوله.

د جمعې ورځې حمله د داعش ډلې کړې وه، خو د نن ورځې د حملې پړه تر اوسه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

  • پخواني معلومات

کابل ښار کې شېبه وړاندې درنه چاودنه شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس دا چاودنه د کابل ښار کې د عبدالحق او مسعود څلورلارو تر منځ سېمه کې رامنځته شوې ده.

د کابل امنیه قومانداني هم په کابل ښار کې چاودنه تائیدوي خو په دې اړه نور جزئیات نه‌ورکوي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نه‌شته.

سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابنده ده او خبریالان د چاودنې ساحې نه‌پرېږدي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG