د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د ماشومانو ملي شورا، د افغان ماشومانو په وړاندې پرتې ستونزې مشخصې کړې


د افغانستان د ماشومانو ملي شورا غواړي د ماشومانو په وړاندې پرتې ستونزې مشخصې او د حل لپاره یې ملي شورا ته ولیږي.

دغه شورا د 2014 کال په دسمبرکې د تعلیمي سرکس په مرسته جوړه شوه، چې په کې د افغانستان د یو شمېرعمده ولایتونو او په ځانګړې توګه د کمپونو ماشومان شامل دي.

په همدې حال د افغانستان د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د افغان ماشومانو د ستونزو د حل لپاره یو لړ برنامې په پام کې لري خو د عملي کولو لپاره یي لازمه بودیجه نه لري.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ماشومان له ډیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي د ماشومانو یوه شورا غواړي، چې د رایې ورکونې له لارې خپلې ستونزې ځانګړې او ملي شورا ته یې وړاندې کړي.

دغه ماشومان چې شمېر یي پنځه سوو ته رسیږي د دوشنبې په ورځ یوځل بیا په کابل کې سره راغونډ شول او افغان حکومت ته یي د خپلو ستونزو د رسولو په هدف کلنۍ غونډه جوړه کړه.

دا ځل د ماشومانو ملي شورا د افغانستان د ولایتونو د ماشومانو ستونزې راټولې کړي، چې له رایې ورکولو وروسته به یې عمده ستونزې مشخصې او نتیجه به یې د افغانستان ملي شورا ته واستوي.

له بلخ له ولایته لس کلنه ارزو حکیمزاده، چې په دغې شورا کې یې ګډون کړی وایي چې د دغه ولایت ماشومان له ډيرو ستونزو سره مخ دي:

″ماشومان وایي چې په موږ باندې درانه کارونه کیږي او پلارهم ورته وايي چې ورشئ کار وکړئ ترڅو به زه تاسو ته سودا راوړم، وایي زه ځم د ویالو څخه چټلې اوبه راپورته کوم او په هغه موټر پریولم او وايي چې موږ د یوې افغانۍ په بدل کې درې دانې لرګي له پوسته باسو بس نو موږ هم د افغانستان د ماشومانو په تعلیمي او تربیوي سرکس کې دا شورا جوړه کړه ترڅو ماشومان خپلې ستونزې ترمسوولینو پورې ورسوي او مسوولین هم باید د دوی ستونزې جدي ونیسي او هواري یې کړي.″

د ماشومانو ملي شورا د 2014 کال په دسمبرمیاشت کې د اي اې سي سي مرکز یا د تعلیمي سرکس په مرسته جوړه شوه چې په لومړي سر کې یې د هغو ماشومانو ستونزې را برسیره کړې، چې ترخیمو لاندې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا درې میلیونه ماشومان له سرپناه، زده کړې اود ژوند له نورو سهولتونو څخه بې برخې دي.

په دغه شورا کې څوارلس کلن سید مجتبی حکیمي چې په کابل کې د کډوالو د یوه کمپ د ماشومانو استازی دی، د ماشومانو ستونزې داسې مشخصې کړي:

″ستونزې ډیرې دي خو عمده ستونزې د مهاجرینو په کمپونو کې د بریښنا او دوی ته د سرپناه نه شتون دی چې موږ د ماشومانو په واسطه پیدا کړي.″

راپورونه وایي چې په افغانستان کې له ماشومانوڅخه په درنو کارونو، د مخدره موادو په خرڅلاو او قاچاق، جګړو او نامشروع کارونو کې ګټه اخیستل کیږي.

د هرات د ماشومانو استازي منصورې قادري ازادۍ راډیو ته وویل چې دوی له افغان حکومته غواړي چې د ماشومانو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د زده کړې زمینه ورته برابره کړي :

″د نجونو د خرڅولو او د مخدره موادو څخه د استعمال او خرڅلاو په برخه کې د ماشومانو څخه کار اخیستل.

د ماشومانو وهل ټکول د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی دا هغه ستونزې دي چې ماشومان یي لري، له دولته غواړو چې پرینږدي د دوی حق پایماله شي، ماشومانو ته دې پاملرنه وشي ځکه دوی هم هیلي لري او غواړي چې ښه ژوند ولري.″

دغې شورا تیر کال هم د ماشومانو د ستونزو په هکله کار وکړ او سږکال به وروستي نتیجې افغان حکومت ته واستوي.

غیرمسلکي ښوونکي، په ښوونځیو کې د کتابخانو او لابراتوارونو نه شتون، د ژوند کولو د کمپونو او سړکونو ککړوالی، د کلنیکونکو او پاکو اوبو او د بریښنا نه موجودیت هغه عمده ستونزې دي چې ماشومان ورسره مخ دي.

په همدې حال د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د تیرو دیارلسو کلنو په ترڅ کې په دې برخه کې عملي کارونه کړي خو کافي نه دي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري ازادۍ راډیو ته وویل، د کار او ټولنیزه چارو وزارت په دې برخه کې یوه طرح جوړه کړې خو د عملي کولو لپاره یي لازمه بودیجه نه لري:

″موږ د هغو درو میلیونو ماشومانو په اړه چې د سړک پرغاړه کارکوي او خطر ورته متوجه دی اندیښنه لرو.

د کار وزارت د هر ډول عدالت غوښتنې اقدام چې په دې برخه کې وشي هرکلی او همکاري کوي او موږهم تل هڅه کوو چې د هرې ممکنې لارې د هغو ماشومانو ملاتړ وشي چې خطر ورته متوجې دی، ځکه چې د افغانستان راتلونکې د دوی په لاس کې ده که د دوی څخه ښه ملاتړ وشي ښه راتلوونکې به ولرو.″

په کابل او ولایتونو کې ماشومان په داسې حال کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې د ارواپوهانو په نظر، د ماشوم ناوړه ژوند د هغه په راتلونکې ډيره اغیزه کوي.

دوی وایي، که حکومت د دوی ستونزوته رسیده ګي ونه کړي، نو د هېواد راتلونکې به هم، چې د ماشومانو په لاس کې له دې امله زیانمنه شي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG