د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

افغانستان

کابل چارواکي: د اختر د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

امنیتي چارواکي د اختر د رارسېدو په مناسبت، په کابل ښار کې د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست سالم احساس نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اختر د مراسمو لپاره د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او خلک کولای شي چې په ارامه زړه د اختر خوښۍ ولمانځي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار په دې وروستیو ورځو کې د څو چاودنو او انتحاري حملو شاهد و.

د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د کابل بانک څانګې ته مخامخ هم نن سې شنبه سهار یوه انتحاري حمله وشوه چې د امنیتي چارواکو په وینا پنځه تنه په‌کې وژل شوي او ۹ ټپیان دي.

د یادې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

تاجکستان کې نن د فوټبال يوه درې اړخيزه لوب‌لړۍ پيليږي

د تاجکستان فوټبال لوبډله
د تاجکستان فوټبال لوبډله

د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوب‌لړۍ نن چهارشنبې په تاجکستان کې پیلېږي.

دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سه‌‌‌‌‌‌شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.

افغان لوبډله له څه باندې پنځه‌‌‌‌‌‌نیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.

کابل کې د ښاروالۍ له لوري د "کابل نوی انځور" په نوم نندارتون پرانيستل شوی

د کابل ښار يوه څنډه
د کابل ښار يوه څنډه

د "کابل نوی انځور" تر عنوان لاندې په‌دې ښار کې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له‌‌مخې په دغه نندارتون کې چې پرون سه‌شنبې د کابل په زرنګار پارک کې پرانيستل شو، د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې زیاتره یې د سړکونو دي.

په دغو انځورونو کې د رغول شویو سړکونو، کوڅو او تفریحي پارکونو پخوانی او اوسنی حالت ښودل شوی او ورسره نور معلومات لیکل شوي دي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په کابل کې د لویو او وړو سړکونو، کوڅو او تفریحي پارکونو د رغونې ګڼې پروژې عملي شوي یا پرې کار روان دی.

د کابل ښاروالۍ چارواکو ویلي، ډېری دغه پروژې د هغه ماسټرپلان یوه برخه ده چې د پخواني جمهور ریيس سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال جوړشوی و.

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار د پکتيکا زلزله‌ځپليو ته ۸۰۰سرپناوې جوړوي

په پکتيکا ولايت کې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې د ۲۲مې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور
په پکتيکا ولايت کې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې د ۲۲مې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د ملګروملتونو د کډوالو لويه کمېشنري وایي چې، په پکتیکا کې به اته سوه هغو کورنیو ته اساسي سرپناوې جوړې کړي چې کورونه یې د ۲۰۲۲ کال په زلزله کې ویجاړ شوي دي.

د افغانستان لپاره د دې کمېشنرۍ څانګې پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، زیانمنو کورنیو ته به دغه کورونه په ګیان ولسوالۍ کې د افغانستان د پیسو د امانت د ځانګړي صندوق له بوديجې جوړ شي او تمه کوي چې دغه کورنۍ به وکولای شي چې له سږني ژمي مخکې خپلو دغو نویو کورونو ته کډه شي.

د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ویجاړ شول.

د دغې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان شوي و.

د افغانستان په ۱۷ولايتونو کې د ورښت او سختو بادونو-دوړو اټکل شوی

له ورښت وروسته د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور
له ورښت وروسته د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن د افغانستان په اوولسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سختو بادونو او دوړو اټکل کړی دی.

دې وزارت پرون سه‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، نن په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، بادغیس او هرات او همدارنګه په سالنګونو کې د تالندې او برېښنا په ملتیا د سختو بارانونو اټکل کېږي.

وړاندوینه شوې چې د ورښت اندازه به د ۱۵ نه تر۴۰ ملي مترو پورې وي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، په سالنګونو او د هېواد په یوشمېر لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ نه تر ۷۵ کیلومترو پورې وي، احتمال شته.

د افغانستان په یوشمېر سیمو کې وروستیو بارانونو او سېلونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

طالبان نن پکتيا کې پر يوه کس د "قصاص" حکم عملي کوي

ارشیف: د طالبانو له لوري کې د اعدامولو له صحنې یو انځور
ارشیف: د طالبانو له لوري کې د اعدامولو له صحنې یو انځور

د طالبانو د حکومت ستره محکمه په غزني ولايت کې پر يوه مجرم د تعزیري سزا د عملي کېدو خبر ورکوي.

سترې محکمې پرون سه‌شنبه په خپله وېب‌پاڼه کې ولیکل، یو کس چې د اخلاقي فساد په تور د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ابتدايه محکمې د پرېکړې له‌‌‌مخې تعزیري سزا ورکړل شوې وه، د سترې محکمې د مقام له تایید وروسته په ۳۰ دُرو ووهل شو.

مجرم همدارنګه په ۲۹ ورځو تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

په عین‌حال کې د پکتیا ولایت د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې له‌‌‌مخې په پام کې ده چې نن چهارشنبې د ګردیز په ورزشي سټډیوم کې د اسلامي شریعت د احکامو له‌مخې پر یو تن قاتل د قصاص حکم عملي شي.

پر قصاص د محکوم شوي کس په اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د طالبانو قضایي ارګانونه د قصاص د حکم د عملي کېدو خبره وروسته له هغې کوي چې، طلوع نیوز خصوصي رسنۍ د نومبر په لومړی نېټه په یوه راپور کې د طالبانو د سترې محکمې د جزايي دیوان د مشر له خولې وویل، د محاکمو له‌‌‌‌خوا د قصاص ۳۰ حکمونه صادر شوي چې د مشر له‌‌‌خوا یې تر توشیح کېدو وروسته به عملي شي.

د طالبانو دې مقام ویلي و، په تېرو درېیو کلونو کې د قصاص پنځه حکمونه پلي شوي دي.

د بشري حقونو یوشمېر مدافعې ډلې په عام محضر کې مجرمينو ته د طالبانو تعزیري او د قصاص سزاګانې انساني کرامت ته سپکاوی بولي، خو طالب چارواکي وایي د شرعي احکامو له‌‌مخې دغه سزاګانې عملي کوي.

تاجکستان کې سبا د فوټبال درې اړخيزه لوب‌لړۍ پيليږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوب‌لړۍ سبا په تاجکستان کې پیلېږي.

دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځه‌نیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځه‌نیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سه‌‌شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.

افغان لوبډله له څه باندې پنځه‌‌‌نیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.

اذربايجان کې د ملګروملتونو له لوري د چاپيريال‌ساتنې کنفرانس به دوه اوونۍ دوام ولري

اذربايجان کې د چاپيريال‌ساتنې کنفرانس
اذربايجان کې د چاپيريال‌ساتنې کنفرانس

د چاپیریال‌ساتنې په اړه د ملګروملتونو په نوښت جوړ شوی کنفرانس پرون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۹۸ هېوادونه د COP29 په نوم دې کنفرانس کې ګډون لري او په غونډو کې به یې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شویو ستونزو په اړه بحثونه وشي.

د اقلیمي بدلون لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ځانګړي سلاکار اندریو هارپر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو تر ټولو ډېر زیانمن شوی، خو له‌دې زیانونو سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.

د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، بې‌وخته بارانونه-سېلابونه او پرله‌پسې وچکالۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.

د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره: افغانستان کې د غاليو د توليد کلنۍ کچه لوړه شوې

ارشيف
ارشيف

د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (USAID) وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.

يو‌ايس‌‌اې‌آی‌ډي پر خپله ایکس‌‌پاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د افغاني غالیو له تولید څخه ترلاسه شوي عواید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.

د بیان له‌‌مخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوس‌مهال نژدې دولس لکه کسان په کار بوخت دي چې، په سلو کې نوي یې ښځې دي.

په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د افغاني غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا ACEBA په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.

غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم قلم دی.

هلوټرست: افغانستان کې له ۶۵ کيلومتره مربع ډېرې ساحې په ماينونو پوښل شوي

له ارشيفه د يو ماين‌پاک انځور
له ارشيفه د يو ماين‌پاک انځور

د هلوټرست په نوم د ماین پاکۍ مؤسسه وايي چې، په افغانستان کې اوس‌‌‌مهال هغه ساحې چې ماینونه په‌کې دي، له ۶۵ کیلومترو مربع اوړي.

په‌‌داسې حال کې چې نژدې دوه کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال په پای کې دا ساحې ۵۳ مربع کیلومتره وې.

دې مؤسسې په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، دا ساحې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي او وايي دا هغه پرله‌‌‌پسې ګواښ ښيي چې ملکي افغانان ورسره مخامخ دي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې، اوس‌‌‌مهال د نړۍ شپېته هېوادونه او قلمروونه د ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخامخ دي.

ماینونو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د افغانانو ژوند ګواښلی او په‌‌دې ترڅ کې د ماین پاکۍ مؤسسو تل په افغانستان کې فعالیت کړی، خو تر اوسه هم په‌‌دې نه‌‌‌دي توانېدلي چې ټول هېواد له ماینونو څخه پاک کړي.

د پاکستان د راولپنډۍ په يوه ښوونځي کې د وسله‌وال بريد پر مهال دوه افغانان ټپيان شوي

د پاکستان د پنجاب په راولپنډۍ کې پرون (دوشنبې) ماسپښین، يوه ښوونځي کې د وسله‌وال برید پر مهال دوه افغانان ټپیان شوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې، د وسله‌والو یوه ډله د ښوونځي ودانۍ ته ننوته او په موجودو افغان اتباعو یې برید وکړ.

بریدګرو همداراز د ښوونځي اصلي دروازې ته اور واچاوه او پر خلکو یې ډزې وکړې.

راپورونه وايي چې، برید د ورځې په رڼا کې ترسره شوی او له همدې کبله یې په پاکستان کې د افغان کډوالو او اوسېدونکو لپاره د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر اوسه د دې برید انګېزه څرګنده نه‌‌ده او نه يې کومې ډلې مسوولیت منلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG