د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

ملي ارمان: عطا محمد نور ګلبدین حکمتیار ته د کابل قصاب خطاب کړی


د کابل چاپ نننی ورځپاڼو تر ډېره د حزب اسلامي او حکومت په اړه د بلخ د والي عطا محمد نور د څرګندونو په اړه تبصرې لیکلي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې د خپلې ګڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې عطا محمد نور د سمنګانو په ولایت کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې افغان حکومت او حزب اسلامي د ده پر وړاندې په دسیسو تورن کړل.

ورځپاڼې د عطا محمد نور له قوله لیکلي چې حکمتیار ویلي و تر هغې چې امریکایان په افغانستان کې وي کابل ته نه ځم ولې اوس ټاکل شوې نور امریکايي ځواکونه افغانستان ته راشي.

د مطلب په دوام راغلي چې د بلخ والي حکومت تهدید کړی چې د صبر کاسه يې ډکه شوې ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې په یو مطلب کې لیکلي چې عطا محمد نور ګلبدین حکمتیار ته د کابل د قصاب خطاب کړی او ویلي دي چې حکمتیار لومړنی کس و چې انتحاري ښځه يې کابل ته راننویسته.

ورځپاڼې لیکلي عطا محمد نور د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې راتلونکی ولسمشر باید هم د حزب اسلامي د تائید وړ کس وي ویلي چې دا څرګندونې خیال دی او حکمتیار کومه مرجع نه ده.

په همدې ډول د بلخ د والي له قوله لیکل شوي چې حکمتیار د ایران په پیسو تمویل شوی خو اوس غواړي د ایران ضد څرګندونو له لا رې د تهران مخالف هېوادونو څخه پیسې تر لاسه کړي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې ارګ ته د بلخ د والي خبرتیا تر نوم لاندې په یوه عنوان کې لیکلي چې ارام خوب مو خرابوم، وړاندې په دغه مطلب کې راغلي چې عطا محمد نور حکومت د مشهوره څېرو پر وړاندې په دسیسو تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې د دغه کار پیغام به ارګ مېشتو ته قیمته تمام شي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې هېڅ قدرت د هغه د لېرې کېدو توان نه لري او په راتلونکو انتخاباتو کې یې د جمعیت ګوند د بري خبر ورکړی دی.

ورځپانې د نور له قوله لیکلي چې نړیواله ټولنه دې د ارګ مېشتو په خبرو نه غولېږي او د افغانستان له خلکو دې ملاتړ وکړي.

دولتي ورځپاڼو بیا په دې اړه کوم مطلب نه دی چاپ کړی ولې، د نور اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه یې سرمقالې او مطالب لیکلي دي.

XS
SM
MD
LG