د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

څېړنه: افغانستان کې شاوخوا یو لک ماشومان په نشو اخته دي


له مخدره موادو سره د مبارزې او قانون د تطبیق په برخه کې د امریکا د نړېوالې ادارې يوه څېړنه چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ ترسره شوې ښيي چې په دې هېواد کې د معتادو ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشه‎يي موادو د استعمال کمولو يا کاهش تقاضا رئیس شاهپور یوسف ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې نژدې یو لک ماشومان په نشه‎يي موادو روږدی دي، خو د هغو ماشومانو شمېر تردې هم ډېر دی چې د نشه‎يي موادو له استعماله اغېزمن شوي دي.

ښاغلي شاهپور زیاته کړه:

"له مخدره موادو سره د مبارزې او قانون د تطبیق په برخه کې د امریکا د نړېوالې ادارې د يوې څېړنې له مخې په افغانستان کې یو شمېر ماشومان په مستقيم ډول نشه‎يي مواد استعمالوي، د دوی شمېر نېږدې یولک کسانو ته رسېږي، دوی معمولاً هغه کسان دي چې د کورنۍ غړي یې نشه‎يي مواد استعمالوي، اوس يې ماشومان هم هڅولي چې نشه‎يي مواد استعمال کړي."

د ښاغلي یوسف په خبره، دا ماشومان د مور د شيدو رودلو او کورنۍ د نورو غړو له لوري په نشه‎يي موادو روږدي شوي، خو ډېری برخه يې هغه ماشومان دي چې په مستقیم ډول نشه‎يي مواد استعمالوي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې درې میلیونه کسان په نشه‎يي موادو روږدي دي چې یو میلیون یې ښځې او نېژدې یو لک یې ماشومان دي.

اوس مهال د افغانستان په پايتخت او ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې۱۸۰ مرکزونه شته چې د عامې روغتیا وزارت په خبره د دې مرکزونو په سلو کې دېرش يې د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړي شوي دي.

د دې روغتيايي مرکزونو تر څنګ د عامې روغتيا وزارت د ماشومانو لپاره (په کور کې درملنه) نومې صحي پروګرام هم لري، ځکه ځينې کورنۍ د بې وزلۍ له امله او نور يې نه غواړي چې خپل ماشومان روغتيايي مرکزونو ته ور ولي.

د نشه‎يي موادو پرضد د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار وايي، پر یو لک معتادو ماشومانو سربېره نېږدې یو میلیون نور ماشومان هم شته چې د نشه‎يي موادو او اعتیاد څخه اغیزمن شوي دي.له همدې امله دوی له کورنيو او ښوونځي سره په ګډه کار کوي چې د دغو ماشومانو د اعتياد مخه ونيسي.

نوموړی وايي:

"موږ هم په دې اړه اندیښنه لرو، دغه یو میلیون هغه معتاد کسان دي چې مخدره مواد استعمالوي، په دې معنی چې تر اوسه پورې لا په نشو روږدي شوي نه دي، خو له اعتیاد څخه اغیزمن شوي دي. "

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کوکنارو پراخ کښت، د مخدره موادو تولید او نشه‎يي مواد په اسانۍ سره لاس ته راوړل د اندېښنې وړ بولي.

د دې کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي، دا ماشومان په نشو اخته دي، په کور او ټولنه کې له بې وزلۍ او زور زياتي سره مخ، د ښوونې او روزنې له حقه بې برخې دي، دغه ډول له ذهني ودې څخه هم پاتې دي، دا هغه ستونزې دي چې که يې مخه ونه نيول شي، نو دا ماشومان به ښه راتلونکی ونه‎لري.

راپور: مرسلين ارسلا

XS
SM
MD
LG