د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت: د ډیورند په اړه د عمران خان د خبرو هرکلی کوو


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، پاکستان اوس اساسي ټکي ته متوجې شوی او هغه دا چې وروڼه، قومونه په کرښو او اغزن سیم نه‎شي بېلېدی.

د دغه وزارت مرستیال ننګیالي قلاتوال د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ډیورند کرښې په اړه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال ننګیالی قلاتوال
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال ننګیالی قلاتوال

ښاغلي قلاتوال زیاته کړه:

"کومې څرګندونې چې عمران خان کړي، موږ د ده د خبرو هرکلی کوو، دوی په ډېر اساس وخت کې دې ټکي ته متوجې شول په داسې حال کې چې د دوو هېوادونو روابط ښه نه‎دي، هیله لرو چې دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو ښه اغېز وکړي."

عمران خان له امریکا غږ اشنا راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوامداره اړیکو د خوندي ساتلو په هدف ازاده سوداګري او پرانیستي سرحدونه ضروري دي، ځکه د ده په خبره افغانستان په وچې پورې تړلی او د پاکستان بندرونو ته اړ دی.

عمران خان وایي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار پر ځای په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ازاده سوداګري او پرانیستی سرحد موجود وي.

عمران خان
عمران خان

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې پاکستان څه موده وړاندې د ډیورند په ۲۶۰۰ کېلو متره اوږدې کرښې د اغزن سیم لګولو کار پیل کړی دی.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د پاکستان دا اقدام د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو له کلک مخالفت سره مخ شوی چې د دوی په وینا اوس‌یې په ځینو ځایونو کې کار درول شوی.

کابل د ډیورند کرښه چې په ١٨٩٣ میلادي کال کې په هند کې د بریتانیې په استعماري دوره کې ایستل شوې وه، نه‌مني.

بل‎خوا د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي دغو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري وايي چې عمران خان په راتلونکو انتخاباتو کې د پښتنو د ملاتړ خپلولو په هدف دا شان څرګندونې کوي.

د دغې جرګې غړي نادر خان کټوازي ازادي راډیو ته وویل، عمران خان په دې خبرو سره غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې د افغان حکومت پام هم ځان ته واړوي.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی
د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی

دی وايي:

"عمران خان د راتلونکو انتخاباتو لپاره دا ډول څرګندونې کوي چې په پاکستان کې د پښتنو نظر د ځان لپاره ښه کړي او افغان حکومت ته داسې جوته کړي چې عمران خان د افغانانو په ګټه خبره کړې ده، اوس داسې څه امکان نه‌لري، ځکه په پاکستان کې د عمران خان خبره څوک نه‌اوري او نه د پاکستان په پوځیانو باندې د هغه خبرې کوم اغېز لري."

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال وايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست او پالېسي د هغه هېواد د پوځ په لاس کې ده.

اصف صدیقي ازادي راډیو ته وویل، هېڅ‎کله به هم د ډیورند کرښې په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت پالېسي بدله نه‎شي او نه به له افغانستان سره ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG