د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

افغان او پاکستاني چارواکي: پر ډیورنډ کرښه هره ستونزه به په خبرو حلوو


افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو په سپین بولدک کي په یوه ګډه غونډه کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پرتو سرحدي ستونزو بحث کړی.

په لقمان او جهانګیر کلیو کې تر جګړې یوه نیمه میاشت وروسته دا په سپین بولدک او چمن کې د افغان سرحدي پولیسو او پاکستاني ملېشو دوهمه غونډه ده.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو له خوا د پاکستاني سرحدي چارواکو لپاره د روژه ماتې په دغه جوړه شوې میلمستیا کې دواړو لورو پر سرحدي ستونزو بحث وکړ او موافقه وشوه چې تر دې وروسته به د کرښې په دواړو غاړو کې رامنځ ته کیدونکي ستونزې د جګړې پرځای د خبرو د لارې حل کوي.

په غونډه کې د کندهار د درېيمې سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد انور انبیا پر ډېورنډ کرښه او د چمن – سپین بولدک په دروازې کې د احتمالي ستونزو د رامنځ کېدو پر مهال پر خبرو او تفاهم ټينګار وکړ:

"داسې مشکلات لکه په لقمان او جهانګیر کې چې رامنځ ته شول زموږ هیله دا ده چې داسې مسایل د خبرو د لارې حل شي."

د پاکستان د سرحدي لوا قوماندان جنرال ندیم وویل، د لقمان او جهانګیر کلیو پر سر د ځینو غلط فهمیو له امله د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه وشوه.

د جنرال ندیم په وینا پاکستاني لوري د لقمان او نظر کلیو څخه خپل ځواکونه ایستلي دي.

جنرال ندیم وویل:

"له هغه وروسته چې څو ورځې مخکې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ لومړۍ ناسته وشوه، موږ خپل ځواکونه د سپین بولدک له لقمان او جهانګیر کلیو څخه ایستلي دي او دغلته مو خپل کارونه درولي دي.تر هغه مهاله چې د یادو کلیو په اړه د کابل او اسلام اباد پرېکړه معلومېږي، د دواړو لورو ترمنځ به اوربند وي او ستونزې به د جګړې پرځای د خبرو له لارې هوارېږي."

په دې ناسته کې د دواړو لوریو قومي مشرانو او ملي سوداګرو له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د ستونزو پرمهال دې دروزاه نه تړل کېږي، تر څو افغان او پاکستاني سوداګر له مالي زیانونو ژغورل شوي وي.

د سپین بولدک- چمن لار د غويې میاشتې په ۱۵مه له هغه وروسته وتړل شوه چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک په لقمان او جهانګیر کلیو کې د سرشمېرنې پر سر جګړه وشوه او لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG