د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نامعلومو وسله والو غزني کې د تښتول شویو ۱۰کسانو له ډلې ۶ښځې خوشې کړي


وسله والو کسانو چې لا یې دقیق هویت او د تښتونې بشپړه انګېزه نه ده معلومه په غزني کې د برمته کړېو لسو ملکي کسانو له ډلې شپږ ښځې خوشې کړي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی نن د وسله‎والو له منګولو خوشې شوي او د نورو یرغمل شوېو د خلاصون په هدف چې نارینه دي هم هڅې روانې دي.

ده ازادي راډيو ته وویل، د تښتونکو د هویت په اړه دقیق څه نه شي ویلی خو تر ډېره فکر کېږي چې د سیمو تر منځ د اوبو او ځمکو په سر شخړه یې لامل وي.

نوري زیاته کړه:

"په دغو ۱۰ کسانو کې ۶ تنه ښځې وې چې تښتونکو نن ازادې کړي دي، د دغې تښتونې انګېزه تر اوسه نه‎ده معلومه، خو د دغو دوو سیمو تر منځ د اوبو په سرشخړه شته چې مخینه یې ۱۵۰ کلونو ته رسېږي، په ټوله کې هڅې روانې دي چې د پېښې ریښې معلومې او دا کسان په سالمه توګه وژغورل شي."

مخ پټو وسله‎والو د شنبې په ورځ سهار وختي غزني ته روان د قره باغ ولسوالۍ ۱۰ تنه اوسیدونکي له موټرو ښکته کړي او له ځانه سره یې نامعلوم لوري ته بیولي وو.

د غزني چارواکي: جغتو ولسوالۍ کې ۱۰ملکیان وسله والو طالبانو برمته کړي

د سیمې اوسیدونکو او چارواکو ویلي چې په تښتول شوېو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل وو چې ښځې له تښتونې یوه ورځ وروسته خوشې شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي چمن شاه اعتمادي ازادي راډيو ته وویل، د نیختې او شیر اباد تر منځ د پرتو دوه قومونو تر منځ حقوقي موضوع جنایي اړخ اخیستی او دا پیښه رامنځته شوې ده.

دی وايي:

"د نیختې کلی چې اوسیدونکي یې هزاره او اهل تشیع دي او د شیراباد یا شور اباد کلی د اوسیدونکو تر منځ چې په‎کې زموږ پښتانه وروڼه اوسېږي حقوقي دعوه ده، په دې برخه کې د حکومت مخالفینو تحرکات پیل کړي او غواړي چې حقوقي موضوعات په جنايي، قومي او مذهبي موضوعاتو بدل کړي، نو ځکه یو شمېر اهل تشیع یرغمل نیول شوي ولې هڅه کېږي چې دا ستونزه حل شي."

د سیمه‎ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې د شیراباد سیمې یو اوسیدونکی د نیختي سیمې د خلکو له‎خوا وژل شوی و او د نیختي کلي اوسیدونکو بیا د شیراباد په سیمې د کاریز اوبه بندې کړي دي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې په یو شمېر نور ولایتونو او ان پایتخت کابل کې هم د بېلابېلو سیمو او قومونوتر منځ د ځمکو او ورته نورو مسایلو پر سر لانجې او ان جګړې رامنځته شوې چې بیا د قومي مشرانو، حکومتي چارواکو او مخورو په منځګړیتوب هوارې شوې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG