د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د غزني چارواکي: جغتو ولسوالۍ کې ۱۰ملکیان وسله والو طالبانو برمته کړي


د غزني سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په جغتو ولسولۍ کې نن شنبه سهار ۱۰ تنه ملکي هرازه توکمي چې ښځې هم په کې دي، وسله والو طالبانو برمته کړي دي.

د غزني والي عبدالکریم متین د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ۱۰ تنه ښځینه او نارینه چې د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکې او هزاره توکمي دي، نن سهار شااوخوا ۵ بجې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍد تلخق په سیمه کې وسله والو طالبانو برمته کړي دي.

نوموړی وايي چې دغو کسانو په دولت کې کومې دندې نه لرلې، خو د خلاصون لپاره یې د قومي مشرانو پر مټ هڅې پیل کړي دي.

د غزني والي عبدالکریم متین
د غزني والي عبدالکریم متین

ښاغلي متین وویل:

"په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې نن سهار د هېواد او اسلام دښمنانو زموږ ۱۰ تنه ښځینه او نارینه ملکي او بې ګناه کسان هزاره توکمي يې برمته کړي، خو موږ هڅه کوو چې دغه کسان وژغورو، هغه که هر څنګه وي."

ښاغلي متین دا هم وویل چې د دغو کسانو برمته کول کوم سیاسی اړخ نه لري او نه هم د دولت په تور نیول شوي دي.

له دې سره بیا په دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فیهم امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره د قومي مشرانو د جرګې تر څنګ، پوځي عملیات هم پیل شوي دي.

ښاغلي امرخېل وویل:

"موږ د دغو کسانو د شتون او ځای په اړه ځیني معلومات تر لاسه کړي، اوس هغه ځای ته پوځي کسان استول شوي، څو دغه کسان د دغو ظالمانو له منګولو را خلاص کړي.

نوموړی وايي، ځینې کړۍ کوښښ کوي چې دغلته د قومونو تر منځ اختلافات را پیدا کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې، د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG