د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

امریکايي سناتوران د افغانستان په اړه د امریکا په پالېسي کې اساسي تغییرات غواړي


د جان مک‌کېن په مشرۍ د امریکايي سناتورانو پلاوی وايي، باید د افغانستان په اړه د امریکا په پالېسۍ کې اساسي تغییرات رامنځته شي.

یاد پلاوی چې دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو سره پر لیدنو بوخت دی وايي، په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي مک‌کېن د سې شنبې په ورځ په کابل کې له نورو امریکايي سناتورانو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د بریا ادعا نه‌کوي او باید دغه حالت تغییر ومومي.

مک‌کېن همداراز په ټینګار سره وویل چې په افغانستان کې د امریکا د بریا لپاره ضروري ده چې جدي او فوري اقدامات وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې موږ ګورو چې نه‌بریالي کېږو، نو په واقعیت کې نوې ستراتېژۍ ته ضرورت لرو، مخکنۍ ستراستېري د کار نه‌وه او له همدې کبله مو ډېر شمېر زړور امریکايي، افغان او د متحدینو سرتېري له لاسه ورکړل، موږ هغه ډول ستراتېژۍ ته ضرورت لرو چې بریا ته مو ورسوي او په نړۍ کې پیاوړی ملت باید خپله جګړه وګټي."

مککېن: امریکايي او افغان سرتېرو افغانستان کې قربانۍ ورکړي.
مککېن: امریکايي او افغان سرتېرو افغانستان کې قربانۍ ورکړي.

جان مک‌کېن، لېنډسي ګراهام، الیزابت وارن، شلدن وایت هاوس او ډېوېډ پردو کابل ته د امریکايي سناتورانو په راغلي پلاوي کې شامل دي.

جان مک‌کېن همداراز له پاکستاني چارواکو سره د کتنې په اړه وویل چې پاکستانیانو ته‌یې په واضح توګه دا ویلي چې په خاوره کې یې د حقاني شبکې د پټن‌ځایونو موجودیت د منلو نه‌دی.

نوموړي همداراز وویل چې پاکستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په افغان سوله کې رښتینې همکاري وکړي.

مککېن: پاکستان ته مو وویل چې د حقاني شبکې پټن ځایونه د منلو وړ نه دي.
مککېن: پاکستان ته مو وویل چې د حقاني شبکې پټن ځایونه د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له پاکستاني چارواکو سره مو چې خبرې لرلې ورته مو په واضح توګه دا وویل چې په خاوره کې یې د حقاني شبکې د پټن‌ځایونو موجودیت د منلو نه‌دی موږ پاکستان ته دا مسئله روښانه کړه چې باید د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او د دې لیدنې ټول نتایح به له ډونالد ټرمپ سره شریک کړو."

له بله پلوه یو بل امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام وویل چې باید پاکستان د ترورېزم پر وړاندې خپله پالېسي تغییر کړي.

د هغه په خبره حقاني شبکه او وسله‌وال طالبان باید تر فشار لاندې ونیول شي تر څو سولې ته غاړه کېږدې.

ښاغلي ګراهام همداراز له عبدالله عبدالله سره په خبرو کې وویل چې د سیمې اوسنی وضعیت د منلو نه‌دی او که پاکستان تغییر وکړي نو مکافات به ورکړل شي خو که د ترورېزم پر وړاندې يې خپله پالېسي بدله نه‌کړه نو سزا به وګوري.

دغه پلاوی په داسې حال کې له افغانستان او پاکستان څخه لیدنه کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي جوړېدونکې ستراتېژۍ په اړه ګرمې خبرې روانې دي.

بل‌خوا د افغانستان جمهوري ریاست هم خبر ورکړی چې ډېر ژر به د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته ګډ پوځي عملیات پیل شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا متحده ایالات به د دغو عملیاتو څارنه وکړي.

نجیب الله ازاد.
نجیب الله ازاد.

نوموړي زیاته کړه:

"سناتورانو له ولسمشر سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې د پاکستان له لوی درستیر سره په کتنه کې نوموړي ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد ګډ پوځي عملیات پیلوي چې امریکا به له دغو عملیاتو څارنه وکړي."

افغان کارپوهان هیله‌مندي ښيي چې دا ځل به امریکا پر پاکستان رښتیني فشارونه راوړي.

سیاسي کارپوه بشیر بېژن وايي، افغان حکومت باید له رامنځته شوي فرصته ډېره ګټه واخلي او هغه اسناد چې له مخې يې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي امریکا ته وسپاري.

راپور: محمد حدیث پردېس

مک‌کېن:د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي کې باید اساسي تغیرات رامنځته شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

XS
SM
MD
LG