د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

نظري: بامیان ولایت د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی دی


د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس وايي، دا ولایت د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی دی.

د بامیانو ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې رئیس حسین نظري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې ولایت کې د کوکنار کښت صفر اعلان شوی، خو په نورو ولایتونو کې تولید شوي نشه يي مواد د بامیانو له لارې د هېواد شمال او جنوب ته په قاچاقي توګه وړل کېږي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په باميانو ولايت کي کوکنار نه کرل کېږي، خو د دې ولایت د جګو غرونوتر منځ تېرو شويو لارو له امله له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو مبارزه ټکنۍ کړې چې په پايله کې يې باميان د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی دی.

د بامیانو ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئیس حسین نظري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه چې بامیان ولایت د نشه يي موادو د قاچاق په مسیر بدل شوی، همدا راز د نشه يي موادو د خرڅلاو مېنه هم بلل کېږي، زیات نشه يي مواد په ورس ولسوالۍ کې دي چې له ګاونډیو ولایتونو لکه میدان وردګ، پروان، بغلان او دایکنډي څخه دې ولایت ته انتقالېږي، آن تر دې چې له غزني څخه هم نشه يي مواد بامیانو ته قاچاق کېږي، د قاچاق دا لارې د دې لامل شوی چې بامیان یې له جنوب څخه شمال او شمال څخه جنوب ته د قاچاق په لاره اوښتی دی."

د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت د نشه يي موادو له قاچاق سره د مبارزې په خاطرخپل فعالیتونه ګړندي کړي دي چې یوازې په تېرو دوو کلونو کې یې۵۰۰ کېلو ګرامه ډول ډول نشه يي مواد نیولي دي.

د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر سمونمل نقیب الله حسیني ازادي راډیو ته خپلې لاسته راوړنې داسې وویلې:

"په ۱۳۹۵ کال کې د نشه يي موادو د نیولو ۲۲پېښې لرو چې د دې پېښوپه تړاو ۲۳ تنه د نشه يي موادو قاچاق وړونکي نیول شوي او قانون ته سپارل شوي دي، همدا راز د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله د بامیانو له مرکزي سیمو څخه د نشه يي موادو د قاچاق ۶ پېښې شوي شوي چې د دې پېښو په تړاو ۴ کسان نیول شوي او قانون ته سپارل شوي دي."

د ښاغلي حسیني په وینا سره له دې چې د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پرسونل زیاتې هڅې کوي، خو بیا هم په روان کال کې یې د دې برخې د کار کوونکو شمېرله ۳۵ کسانو څخه ۱۰ کارکوونکو ته را ټيټ شوی چې له دې کار سره به په بامیانو کې له نشه يي موادو سره مبارزه ټکنۍ شي:

"له نشه موادو سره د مبارزې برخې ۳۵ پرسونل درلودل چې اوس يې شمېر ۱۰ کسانو ته را ټيټ شوی دی او د دې شمېر کارکوونکو په لرلو سره نه شو کولای چې د بامیانو ۷ ولسوالیو او ټول ولایت په کچه له نشه يي موادو سره مبارزه وکړو، همدا راز موږ د تجهیزاتو له کموالي سره هم مخ یو، د بېلګې په توګه د بامیانو ولایت د نشه یي موادو پولیس سکېنر نه لرو، ترڅووسائل په سمه توګه تلاشي او نشه يي مواد وپېژني."

د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې د رئیس په وینا د زورواکانو ملاتړ له نشه يي موادو سره مبارزه ټکنۍ کړې ده، همدا لامل دی چې دا پدیده ورځ په ورځ زیاتېږي.

ښاغلی نظري زیاتوي:

"د نشه يي موادو کاروبار او قاچاق د عادي خلکو کار نه دی، دا د زورواکانو کار دی، دا د ملي او نړیوال مافیا کار دی او سیمه ییزه مافیا هم په دې کې لاس لري چې له بده مرغه بامیانو ولایت په دې برخه کې زیات زیان ليدلی دی."

د بامیانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا د هېواد له جنوب څخه شمال او له شمال څخه جنوب ته نشه يي موادو د بامیانو له لارې قاچاق کېدل د دې لامل شوی چې اوس د دې ولایت ډېری کسان نشه يي مواد کاروي او د دې ولایت د نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په وینا په بامیانو کې په نشه د روږدو کسانو کره شمېره نه ده معلومه، خو د تېر کال د سروې له مخې د بامیانو ولایت د نفوسو په سلو کې یوولس نشه يي مواد کاروي.

راپور: راپور عباس نادري

XS
SM
MD
LG