د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

عظیمي: د روانو نا امنیو اصلي لامل د مخدره موادو تولید او قاچاق دی


د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیره، د مخدر موادو تولید او ترورېزم سره تړلي ګني وايي، هیله منه ده چې د دغې

سلامت عظیمي د شنبې په ورځ په کابل کې خلکو ته د مخدره موادو د زیانونو په هکله د پوهاوي د پروګرام د درېیوو تړونونو د لاسلیک کولو پرمهال وویل، د ناامنیو د پراخېدو له امله، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مسؤلیت یوازې د هغو ملي او نړیوالو ادارو پر اوږدو ايښودل شوی چې قانون مکلفې کړي، خو د دغو موادو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره ګمارل شویو نورو ادارو، دغې مسئلې ته لږه پاملرنه کړې ده.

مېرمن عظیمي مخدره مواد غلې سونامي ګني چې د نوموړي په خبره د روږدېدا د پراخېدو تر څنګ د ترورېزم د تمویل اصلي سرچینه ده.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

نوموړې زیاته کړه:

"نننۍ نا امني د مخدره موادو د تولید او قاچاق اصلي لامل دی، نن زموږ ټول امنیتي ځواکونه د مخالفینو پر ځپلو بوخت دي او کوم کارونه چې سکتوري ارګانونو باید د دغو موادو د مخنیوي لپاره کړی وای، کافي نه دي، خو بیا هم هڅې کېږي چې په دې برخه کې مبارزه جدي شي."

د شنبې د ورځې په کنفرانس کې د مخدره موادو وزیرې د ۴۰ میلیونو افغانیو په ارزښت، له خصوصي شرکتونو سره، د مخدرو مواد د زیانونو، د عامه پوهاوي او د بدیلو پروژو په اړه درې تړونونه لاسلیک کړل.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کوکنار ډېر کښت د هېواد په لسو جنوبي او خیتځو ولایتونو کې شوی دی.

دا وزارت دا هم وايي، سربېره پر یادو ولایتونو په روان کال کې، کوکنار په شمالي ولایتونو او په تېره، په بلخ کې زیات کرل شوي و.

د سیګار ادارې ویلي چې د افغانستان ۸۰ فیصده کوکنار په هلمند ولایت کي کرل کېږي.

په ملي شورا کې د دغه ولایت استازي وايي، د هلمند له ۱۳ ولسوالیو څخه په اوو ولسوالیو کې چې د مخالفینو په واک کې دي، کوکنار ډېر کرل کېږي.

د سیاسي چارو پوه محمداصف ننګ، مخدره مواد او ترورېزم سره تړلي ګڼي ټینګار کوي چې نړیواله مافیا هڅه کوي د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق د پراختیا لپاره، جګړو ته زمینه برابره کړي:

اصف ننګ
اصف ننګ

"په بشپړه توګه دا د جنګ د کړۍ یوه برخه ده، له مخدره موادو څخه ترلاسه شوي پیسې په جنګ لګول کېږي، د طالبانو په منځ کې د طالب ترچتر لاندې سترې کړۍ کار کوي، زما په نظر په دې کار کې ډېرې پېسې لاس په لاس کېږي، مخدر مواد د جنګ او ترورېزم ترمنځ د ارتباط یوه کړۍ ده."

ښاغلی ننګ په افغانستان کې کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار محدودیت او وزګارتیا ته په کتو سره ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د تاو تریخوالي او د وسله والو مخالفینو د کمزوري کولو لپاه، خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي.

دی د کوکنار بدیل کښت، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره، یوه جدي اړتیا ګڼي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG