د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

امریکا پر اټمي موافقې د ایران د عمل کولو موضوع څېړي


متحده ایالات د روانې اګست میاشت په پای کې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پر وړاندې د ایران د چلند په اړه د اټمي انرژۍ له نړیوال اژانس سره خبرې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره د روانې اګست میاشت په وروستیو کې ویانا ته ځي چې د ۲۰۱۵کال پر اټمي موافقه د ایران د عمل کولو موضوع د اټمي انرژۍ له نړیوال اژانس سره شریکه کړي.

هیلي په روان اګست میاشت کې د اټمي انرژۍ له اژانس سره خبرې کوي.
هیلي په روان اګست میاشت کې د اټمي انرژۍ له اژانس سره خبرې کوي.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز اژانس ته وویل د امریکا استازې نیکې هیلي به په ویانا کې د اټمي انرژۍ له نړیوال سازمان سره د ایران د اټمي فعالیتونو د اندازې او حجم مسئله وڅېړي.

د امریکا ولسمشر په تېره اپریل میاشت کې امر وکړ چې له ایران سره شوې اټمي موافقه دې له سره وڅېړل شي څو معلومه شي چې پر ایران د دې هېواد د اټمي پروګرام له امله د لګېدلو بندیزونو ځنډول د واشنګټن په ګټه دي او کنه.

ولسمشر ټرمپ له ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه خرابه بللېده او سخت انتقادونه يې پرې کړي دي.

د ۲۰۱۵ کال د موافقې له مخې ایران د اتلسو میاشتو په ترڅ کې خپل اټمي فعالیتونه کم کړل او په بدل کې يې پر دې هېواد د امریکا، لوېدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو بندیزونه یا لېرې او یا وځنډول شول.

خو لا هم د ملګرو ملتونو لخوا ایران ته د وسلو پر پلورولو لګېدلی بندیز پر ځای پاتې دی.

د متحده ایالاتو د قانون له مخې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت باید په هرو درېیو میاشتو کې کانګرس ته معلومات ورکړي چې د ایران حکومت څومره دغې اټمې موافقې ته پابند دی.

متحده ایالات د ایران پر وړاندې د خپلې پالیسي د څېړلو په لړ کې په منځني ختیځ کې د ایران د چلند په اړه هم کتنه کوي.

امریکا وايي، ایران په سوریه، عراق، یمن او لبنان کې د متحده ایالاتو ګټو ته ګواښ جوړوي.

XS
SM
MD
LG