د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

خامنه اي د ایران او امریکا ترمینځ مستقیمې خبرې رد کړې او د دواړو هېوادونو مسئلې یې "نه حل کېدونکي" وبللې


د ایران د حکومت مشر علي خامنه ای دیکشنبې په ورځ خپلو ملاتړو ته په وینا کې له متحده ایالاتو سره مستقیمې خبرې رد کړې او پر هغو کسانو یې انتقاد وکړ چې د دواړو هیوادونو د اړیکو رغول غواړي .

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه ای د یکشنبې په ورځ په هغو کسانو نیوکه وکړه چې د تهران او واشنګتڼ د اړیکو درغولو غوښتنه کوي او له امریکا سره یې مخامخ خبرې یوځل بیا رد کړې .

ښاغلي خامنه ای په خپله وینا کې دغه کسان " ظاهر بین " وبلل او ادعا یې وکړه چې خلک به د هغو کسانو په وړاندې ودریږي چې له متحده ایالاتو سره مستقیمې خبرې اترې او اړیکې غواړي.

هغه زیاته کړه:

هغه کسان چې وايي ولې تاسو له متحده ایالاتو سره مستقیمې خبرې نه کوئ او ستونزې نه حل کوئ، ظاهربین دي. د قضیې باطن داسې نه دی، او د ایران په وړاندې د امریکا د دښمنۍ د اصلي هدف په سیورې کې، دا مسئلې د حل وړ نه دي.


د اسلامي جمهوریت د رژیم ستر مشر په خپله وینا کې د هغو سختو ستونزو یادونه ونه کړه چې دغه هیواد په وروستیو اونیو کې ورسره مخ شوی، او پرځای یې وویل چې هیواد په "لوړ مقام" کې دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې وروستیو کې په ضمني ډول پر هغو کسانو انتقاد وکړ چې له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو مخالف دي، او ویې ویل،

که خبرې ونه کړئ نو څه کول غواړئ؟ ایا تاسو غواړئ جګړه وکړئ؟


دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر څو ځله ویلي دي چې د ایران په دریو اټومي تاسیساتو ، فردو، نطنز او اصفهان باندې د امریکا وروستیو بریدونو د ایران اټومي پروګرام " ویجاړ" کړی او خبرداری یې ورکړی چې که اسلامي جمهوریت وغواړي د یورانیمو غني کول بیا پیل کړي نو امریکا به بیا برید وکړي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرې د امریکا حکومت ایران کې د یوارنیمو په غني کولو د بشپړ بندیز غوښتنه کړې او څو ځله یې له ایران سره غیر مستقیمې خبرې اترې کړې دي، چې شپږم پړاو یې پر ایران د اسراییلو د برید له امله ترسره نه شو.

د ایران چارواکي وايي چې غني کول د ایران حق دی او دوی حاضر نه دی په دې هکله مذاکره وکړي.

بلخوا فرانسې، جرمني او بریتانیا چي ایران سره یې د برجام په نامه اټومي هوکړه لاس لیک کړې خبرداری ورکړی چې که ایران خبرو اترو ته ستون نشي، دوی به د تهران په وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د بیا لګولو لپاره د "ماشې میکانیزم" فعال کړي.

XS
SM
MD
LG