د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

۳ اروپايي هېوادونه او امریکا: "م. م" دې د یوه راکټ په اړه تهران وغندي


د امریکا متحده ایالاتو او د هغه درېیو اروپایي متحدینو پر ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې ایران ته د هغه راکټ د توغولو په اړه چې سټلایټ فضا ته انتقالولی شي واضح غبرګون وښیي.

لوېدیځ هېوادونه تر ډېره د ایران دغه اقدام په سیمه کې د بې‌ثباتۍ لامل بولي نو ځکه وایي، فضا ته د سټلایټ انتقالوونکي راکټ د توغولو په اړه باید ملګري ملتونه تهران ته واضح پیغام ورکړي او ویې غندي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې د ایران دا اقدام د هغه هېواد له‎خوا د ګواښ څرګندویي کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي

په‎دې لیک کې چې د امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په استازیتوب لیکل شوی د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کوي چې د دې ډول پاروونکو اقداماتو په وړاندې پر یوه مناسب ځواب غور وکړي.

په لیک کې راغلي چې د دغه راکټ توغول د هغې موافقې سره سم نه‎دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ وشوه.

په هغه تړون کې چې موافقه شوې وه چې پر تهران د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې به ایران خپل اټمي او د بالسټیک توغندویو پروګرام محدودوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې نوي سفیر واسیلي نبنزیا "Vasily Nebenzya" مخالفت ښودلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې نوی سفیر واسیلي نبنزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې نوی سفیر واسیلي نبنزیا


راپورونه وایي، نوموړي د اګسټ پر دوهمه نېټه په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې روسیه داسې نه‎ګڼي چې د ایران دا اقدام دې د اټمي تړون څخه سرغړونه وي.

ایران د جولای پر ۲۷مه نېټه تر ټولو پرمختللی راکټ چې فضا ته د سټلایټ د انتقال وړتیا لري توغولی دی.

دغه راکټ سیمرغ نومېږي.

امریکایي چارواکو ویلي چې دا ډول ټکنالوژي اساساً د اټمي موادو د انتقال لپاره ډیزاین شوې ده او پنټاګون ویلي چې دا ټکنالوژي کېدای شي د قاره ویشتونکي توغندي د پرمختیا لپاره وکارول شي.

د دغو څلورو لوېدیځو هېوادونو لیک داسې مهال ملګرو ملتونو ته استول شوی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په همدې ورځ هغه نوې مصوبه توشېح کړه چې پر ایران، روسیې او شمالي کوریا نوي بندیزونه لګوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي دغه بندیزونه د امریکا له‎خوا یوه داسې هڅه بللې چې ګواکې اټمي موافقه سبوتاژ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي

عراقچي ویلي:

"موږ به په ورته اقدام ځواب ورنه‎کړو، پر ځای به‌یې د ده په وینا تر دې په لوړه سطح پر مخ ولاړ شي."

XS
SM
MD
LG