د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

ټرمپ: ایران او حزب‌الله ډلې په منځني ختیځ کې بشري ناورین رامنځته کړی


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه وویل چې ایران او حزب‌الله ډلې په منځني ختیځ کې بشري ناورین جوړ کړی دی.

ټرمپ وویل، ایران او د حزب‌الله ملېشه چې تهران‌یې په لبنان او سوریه کې ملاتړ کوي، د ټولې سیمې سولې او ثبات ته ګواښ پېښ کړی دی.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د لبنان له صدراعظم سعد الحریري سره چې واشنګټن ته ورغلی، په ګډه خبري غونډه کې وویل، حزب‌الله ډله د لبنان حکومت، خلکو او ټولې سیمې ته ګواښ دی.

د ولسمشر ټرمپ په وینا، دا ډله په دوامدار ډول خپل پوځي تجهیزات زیاتوي چې له اسرائیل سره‌یې د بلې لانجې د پیل ګواښ پېدا کړی دی.

د حزب الله ډلې ملېشې.
د حزب الله ډلې ملېشې.

هغه وویل چې حزب‌الله د ایران په ملاتړ، په سوریه کې هم د بشري بحران د جوړولو هڅې کوي.

د امریکا ولسمشر وویل چې د حزب‌الله ډلې اصلي ګټې او اهداف د دې ډلې له ملاتړ کوونکې، ایران سره ورته دي.

ولسمشر ټرمپ پرون ایران ته یو وار بیا خبرداری ورکړ او پر تهران‌یې غږ وکړ چې له نړیوالو سره اټمي موافقې ته درناوی وکړي، که نه له سترو ستونزو سره مخامخ کېدو ته دې ځان تیار کړي.

ټرمپ تېره اوونۍ تائيد کړې وه چې ایران له نړیوالو سره اټمي موافقه عملي کړې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه.

د موافقې پر اساس، ایران باید د نړیوالو بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل ټول اټمي فعالیتونه بند کړي.

خو ولسمشر ټرمپ د امریکا په اوهایو ایالت کې د خپلو زرګونه ملاتړ کوونکو غونډې ته وویل چې د ایران له امله اندېښنه لري.

ټرمپ وویل، که ایران له نړیوالو سره کړې موافقه هغسې عملي نه‌کړي لکه څرنګه چې باید عملي شي، له لویو ستونزو سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو سمندري ځواک پرون وویل چې په فارس خلیج کې یې د ایران یوې بېړۍ ته د خبرداري ورکولو لپاره ډزې کړې دي.

د امریکا دفاع وزارت وویل چې دا بېړۍ ډېرې سره نېږدې شوې وې او د تصادم یا ټکر ګواښ‌يې رامنځته کړی و.

XS
SM
MD
LG