د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

روحاني له ګاونډیانو سره د سیمه‌ییز امنیت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون شنبه د جمهوري ریاست په دوهم دور کې د خدمت لوړه وکړه.

حسن روحاني پرون وویل چې هېواد به‌یې له نړيوالو سره د همغږۍ او همزیستۍ لپاره پر مخ ځي.

هغه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ پر زیاتولو او د سیمه‌ییز امنیت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

۶۸ کلن حسن روحاني په ایران کې له منځ‌لارو سیاستوالو ګڼل کېږي.

روحاني په ایران کې د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دوهمه دوره وګټله.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د تېرې پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست لپاره د هغه بیا انتخاب تائید کړ.

روحاني په تهران کې مراسمو ته چې ګڼ شمېر بهرني استازي او پلاوي ورغلي وو، وویل چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو قدرتونو سره د ایران اټمي موافقه د هغه د جمهوري ریاست د لومړۍ دورې ستر کار و.

روحاني همداراز امریکا ته خبرداری ورکړ چې که د موافقې پر اساس خپلو مسئولیتونو ته پام ونه‌کړي، ایران به‌یې په مقابل کې غلی پاتې نه‌شي.

حسن روحاني
حسن روحاني

حسن روحاني وویل:

"د ایران ولس ثابته کړې چې احترام ته په احترام او تحریم او تهدید ته په متناسب اقدام ځواب ورکړي."

واشنګټن تېره میاشت پر ایران د مزایلو جوړولو د پروګرام او له ترورېستي ډلو د ملاتړ د ادعاګانو له امله نوي بندیزونه ولګول.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په مکرر ډول، له ایران سره اټمي موافقه «خرابه» بللې او په خپل انتخاباتي کمپاین کې یې ژمنه کړې وه چې دا موافقه به لغوه کړي.

په ایران کې پرون د حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني هم ګډون کړی و.

موګرېني د روحاني د لوړې په مراسمو کې تر ګډون مخکې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل.

خو د هغوی د کتنې جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

د ایران مطبوعات وايي چې لږ تر لږه ۱۳۰ بهرنیو هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو استازو په تهران کې په پرونیو مراسمو کې ګډون درلود.

د روحاني د لوړې مراسم
د روحاني د لوړې مراسم

دا د ایران لپاره چې یو مهال منزوي شوی و، ستره خبره ګڼل کېږي.

د ایران د قانون پر اساس، حسن روحاني دوه اوونۍ وخت لري چې خپله کابینه د هغه هېواد پارلمان ته وروپېژني.

XS
SM
MD
LG