د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

په افغانستان کې د کاروبار د وضعیت په اړه د سوداګرۍ او صنایعو خونې اندېښنه


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د دوی وروستۍ سروې ښيي چې د تولید، ساختمان، سوداګرۍ او خدماتو په سکټور کې نه‌یوازې دا چې ښه‌والی نه‌دی راغلی، بلکې راتلونکو فعالیتونو ته‌یې خوشبیني هم کمه شوې ده.

د دغې خونې چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی د روان لمریز کال د لومړیو درېیو میاشتو ارزونه ښيي چې د کار او بار په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی او راتلونکې ته‌یې هم د سوداګرو، پانګه‌والو او متشبثینو هیلې کمې کړې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مشرتابه پلاوي عامل رئيس عتیق‌الله نصرت وویل:

"زموږ وروستۍ سروې د تېر کال د همدغې مودې د سروې په پرتله، خرابه ده، سږ کال مو تمه لرله چې مثبتې خوا ته ولاړ شو، خو کاروبار اوس هم په صفر او منفي حالت کې دی."

نصرت:زموږ سروې د تېرکال د سروې په پرتله، خرابه ده.
نصرت:زموږ سروې د تېرکال د سروې په پرتله، خرابه ده.

دغه خونه وايي، نا امني، د زېربنا، ځمکې او برېښنا نشتوالی، د سوداګریزو قوانینو پېچلتیا، اداري فساد، لوړه مالیه سیاسي لانجې او داسې نور هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې د کاروبار د پر اختیا مخه نیولې ده.

د دغې خونې مسؤلینو وویل د کاروبار په نوم دغه سروې د هېواد په پنځه لویو ښارونو، ننګرهار، کندهار، کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د شااوخوا ۷۰۰ شرکتونو له مسؤلینو سره د مرکو پر مټ ترسره شوې ده.

دوی دا هم وویل چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې، له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو، د افغان سوداګرو، پانګه‌والو او لویو او وړو متشبثینو پر فعالتیونو ناوړه اثر وکړ او سره له دې چې خصوصي سکټور او حکومت په ګډه سره، په هېواد کې د کاروبار د ښه‌والي هڅې کوي، خو په دې برخه کې شته ستونزې پر ځای پاتې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلینو یوازې د کرنې د سکټور حاصلات ښه وګڼل.

دوی وویل، دا ډول ارزونې هر کال ترسره کېږي او د دې لپاره چې په ګوته شویو ستونزو ته د حل لارې وموندل شي، افغان دولت او بهرنیو اړوندو ادارو ته‌یې سپاري.

دوی له حکومته په جدي توګه وغوښتل چې د خصوصي سکټور فعالتیونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له خصوصي سکټور سره مرسته د حکومت په لومړیتوبونو کې ده او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅې کوي چې د دغه سکټور وړاندیزونه او طرحې واوري او د ستونزو حل ته‌یې تدابیر ونیسي.

قوقندي: موږ د خپل توان مطابق مرسته کوو.
قوقندي: موږ د خپل توان مطابق مرسته کوو.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل:

"هر څومره چې زموږ په وسه کې وي مرسته ورسره کوو، د پانګونې او تولیداتو اندازه چې له ۲۰۱۵ کال وروسته زیاته شوې ښيي چې وضعیت مخ په ښه کېدو دی، موږ د دوی ټول نظریات اخلو له اړوندو ادارو سره‌يې شریکوو او د ستونزو حل ته په ګډه سره تصامیم نیسو."

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلینو په دې وروستیو کې د ولسمشر له‌خوا د افغانستان د صنایعو د خونې په نامه، د یوې بلې خونې د فعالیت اجازه ورکول، د خصوصي سکټور د برخو بېلوالی په ګوته کړ او ویې‌ویل، هڅې به وکړي چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د قانون له مخې، د صنایعو نوې فعاله شوې خونه، بېرته د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یوه برخه وګرځوي.

خو حکومت ویلي چې دا کار د خصوصي سکټور د فعالیتونو د ښه‌والي په مقصد شوی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG