د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

فیصل: د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد په وړاندې جدي مبارزه کوو


د حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

د افغان حکومت اجرايي ریاست وايي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي دي.

که څه هم چې په دولتي ادارو کې اصلاحات او له فساد سره مبارزه د حکومت د پروګرامونو په سر کې دي؛ خو برتانوي ټایمز ورځپاڼې په یوراپور کې د پولیسو په لیکو کې له شته اداري فساده پرده پورته کړې.

د حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد په اړه ډیر جدي دی او په دې برخه کې یې ځینې هڅې هم کړي دي.

ښاغلي فیصل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ټایمز ورځپاڼې د راپور په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه چې حکومت د امنیتي ادارو د اصلاحاتو لپاره ژمن دی.

"مشخصاً د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد یا د مالي فساد ستونزې ډیرې جدي دي؛ په دې اړه حکومت مخکې هم اقدامات کړي دي؛ په راتلونکې کې هم ورته متوجه دی؛ تر څو هغه سرباز چې شپه او ورځ له افغانستانه دفاع کوي؛ هغه له خپلو ټولو امکاناتو څخه برخمن شي.

هغه ته هغه امکانات چې قانون ورته ټاکلي دي ورکړل شي او وتوانیږي چې په سالمه او ښه توګه له قانون سره سم له خاورې او خلکو څخه دفاع وکړي."

ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي چې د پولیسو د معاشونو د ورکولو په برخه کې ډیرې پیسې شخصي جیبونو ته تللي دي.

پخوا تر دې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ملي پولیسو د چارواکو له خوا د دوی د تنخوا ګانو د نه ورکولو او د دغو پیسو د ورکېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د پولیسو د تنخوا ګانو په دا ډول اختلاس کې اکثره د امنیې قومندانان والیان او نور چارواکي ښکیل ګڼل شوي دي.

موږ په دې اړه د یو شمېر ولایتونو د امنیې له قومندانانو سره هم خبرې وکړې؛ له هغې جملې څخه د لوګر او بغلان د امنیې قومندانانو ویل چې د دوی پولیسو ته په خپل وخت تنخوا ګانې د کمپیوټري سیسټم له لارې رسیدلي دي.

دوی وایي، یوازې هغه اضافي تنخواګانې چې په نا امنو ولایتونو کې پولیسو ته په پام کې نیول شوي؛ ځنډیدلې چې د کورنیو چارو د وزارت د چاراکو په ژمنه په راتلونکې میاشت کې به هغه هم اجراء شي.

د کورنیو چارو د وزارت د تفتیش عمومي رییس عبدالحکیم نجرابي بیا د ټایمز ورځپاڼې دا راپور ردوي او وایي، د هر پولیس معاش د هغه شخصي بانکي اکونټ ته انتقالیږي:

"موږ دا ځکه ردوو چې د افغانستان هېڅ یو ملي پولیس تردې دمه د تفتیش ادارې او د کورنیو چارو وزارت نورو مسوولو ادارو ته په دې اړه چې تنخوا دې بل چا اخیستې وي او ده ته دې نه وي رسیدلي؛ نه دی تللی او موږ ته دا شکایت نه دی رارسیدلی."

د پولیسو په تنخوا ګانو کې د فساد مساله په داسې وخت کې راپورته کیږي چې د ملي دفاع د وزارت د تیلو په قرادادونو کې د حکومت د ۱۰۰ میلیونو ډالرو زیان مساله هم توده ده.

پوځي کارپوهان په دې باور دي چې که د افغان امنیتي ځواکونو په لګښتونو؛ قراردادونو او تنخواګانو کې د فساد په اړه جدي اقدامات ونه شي؛ دوی ته په وخت تنخوا ګانې ورنه کړل شي او پوره اکمالات ورته ونه شي؛ نو ښايي چې اوسنی امنیتي وضعیت به لا کړکیچن او د دغو ځواکونو تلفات به لا زیات شي.

XS
SM
MD
LG