د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

یو عراقی پلاوی په کابل کې پر دغه سفارت حمله څېړي


د عراق حکومت وايي، په کابل کې د دې هېواد پر سفارت په شوي برید کې عراقي ډیپلوماتانو ته مرګ‎ژوبله نه‎ده اوښتې او د دې حملې د څېړلو لپاره‌يې یو پلاوی افغانستان ته استولی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې ټول برید کوونکي ووژني او د عراق ډیپلوماتیک پرسونل مصون ځای ته انتقال کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي داعش ډلې په موصل ښار کې تر سختې ماتې وروسته د ناهیلۍ په حالت کې په کابل کې د عراق سفارت په نښه کړ څو خپل موجودیت ثابت کړي.

د عراق حکومت ویلي، له یو شمېر هېوادونو سره‌يې تماس نیولی او ورڅخه‌يې غوښتي چې د عراق د سفارتونو او ډیپلوماتیکو مأموریتونو امنیت سخت کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پروني برید وروسته د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني خپل عراقي سیال ابراهیم جعفري ته ټیلیفون وکړ او د عراقي ډیپلوماتانو د خوندیتوب ډاډ يې ورکړ.

ښاغلي رباني ویلي، دا ډول بریدونه نه‎شي کولای د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان او عراق د حکومتونو او خلکو هوډ کمزوری کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی او ټینګار يې کړی چې دا ډول حملې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو مخ ته خڼد نه‎شي ګرځېدلی.

بل لورته د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش پرون خبریالانو ته د دې برید او اوښتي مرګ‌ژوبلې په اړه وویل:

"له نېکه مرغه موږ لومړی د ډیپلوماتانو د ویستلو کار پیل کړ. سفیر، د سفیر مرستیال او یو شمېر ډیپلوماتان امن ځای ته یوړل شول. له نېکه مرغه هېڅ یوه تن ته زیان نه‎دی رسېدلی. د ترورېستانو په دې وحشیانه برید کې یوازې د سفارت له خدماتي کارکوونکو څخه یوه مېرمن او زموږ یو بل هېوادوال شهیدان شوي دي."

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش

تر دې مخکې ویل شوي وو چې د عراق د سفارت دوه افغان ساتونکي په دې برید کې وژل شوي، خو وروسته بیا دا خبر رد شو.

د دوشنبې په حمله کې په کابل کې د عراق د سفارت ودانۍ ته زیان اوښتی، خو راپورونه وايي دا زیان د هغو په مقایسه کم دی چې په کابل کې د جرمني پر سفارت او نورو اهدافو په شویو بریدونو کې رامنځته شوی دی.

داعش دلې په کابل کې د عراق پر سفارت د پرونۍ حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG