د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د کورنیو چارو وزارت: د عراق پر سفارت برید کې ۲ تنه ملکي کسان وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د عراق پر سفارت په حمله کې دوه ملکیان وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل چې د حمله کوونکي هدف د خلکو وژل او د عراق د سفارت د کارکوونکو زیانمنول وو.

نوموړي وویل چې د یوې ښځې په ګډون، د سفارت د خدماتي برخې دوه کارکوونکي چې دواړه افغانان وو، په دغې حمله کې وژل شوي او د سفیر په شمول هېڅ عراقي وګړي ته زیان نه‌دی اوښتی.

ښاغلي دانش وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي او ورسته به له رسنیو سره شریکې شي.

په ورته وخت کې یو کس چې خپل ځان‌یې د «سي. ار. یو» یا د ناورین په وړاندې د ځانګړې قطعې مرستیال معرفي کولو، رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې حمله کوونکي درې کسان وو چې دوو یې خپلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او یو تن‌یې هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه ماسپښین د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې له حمله کوونکو سره نښته پای ته رسېدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرو یوې څلور کسیزې ډلې نن ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې په انصاري څلور لاري کې د عراق پر سفارت حمله وکړه چې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې پر ځان منلی دی.

  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د عراق پر سفارت وسله‌وال برید پای ته رسېدلی او څلور واړه بریدکوونکي وژل شوي.

دې وسله‎والې ډلې نن شااوخوا ۱۱ بجې په انصاري واټ کې د عراق پر سفارت برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت یه یو بیان کې وايي چې یوه وسله‎وال د سفارت په دروازه کې ځان والوزاوه او درې نور د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په ډزو ووژل شول.

په بیان کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو د چټک اقدام په ترڅ کې د عراق سفیر، مرستیال سفیر او د سفارت کارکوونکي یوه امن ځای ته ورسول او بیا یې پر وسله‎والو برید ته دوام ورکړ.

بیان یادونه کوي چې عراقي ډيپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو ته زیان نه‎دی اوښتی او یوازې یو افغان پولیس برسېرن ټپي شوی.

خو روېټرز خبري اژانس د عراق د بهرنیو چارو د وزارت د یوه بیان په حواله وايي چې د سفارت دوه افغان ساتونکي وژل شوي دي.

د دې برید مسؤلیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.

  • پخواني معلومات

په کابل کې د عراق پر سفارت ډله‌ییزه حمله پای ته ورسېده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، درې تنه وسله‌والو چې تر چاودنې وروسته له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې وه د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه درې تنه وسله‌وال تر څلور ساعته جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

یاد وزارت وایي، په دغې نښته کې یوازې یو تن پولیس سرتېری ټپي شوی دی.

خو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې لا هم په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د کابل په شهر نو سیمه کې د عراق پر سفارت نن سهار ۱۱ بجې ډله‌ییزه حمله شوې وه.

د دې برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د عراق پر سفارت د ننني ډله‌ییز برید د شنډولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې یوې وسله‌والې ډلې نن سهار ۱۱ بجې په شهر نو سیمه کې د عراق پر سفارت برید وکړ، یوه وسله‌وال د سفارت په دروازه کې ځان والوزاوه او درې نور سفارت ته ننوتل.

ښاغلي دانش وویل چې د سفارت کارکوونکي یوه امن ځای ته انتقال شوي.

دی زیاتوي:

"ویل کېږي چې درې کسان سفارت ته ننوتلي، خو دقیق معلومات تر اوسه نه‌شته. ځانګړو ځواکونو په سفارت کې دننه عملیات پیل کړي دي. ډیپلوماتان یوه خوندي ځای ته لېږدول شوي او له کوم ګواښ سره نه‌دي مخامخ."

ښاغلي دانش تائید کړه چې د سفارت د دروازې امنیتي پولیسو ته تلفات اوښتي، خو د شمېر په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

د برید مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې منلی​.

کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د عراق پر سفارت حمله شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00
  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت تائید کړه چې نن دوشنبه سهار د ۱۱ بجو په شااوخوا کې د عراق پر سفارت حمله شوې.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې نامعلوم شمېر کسانو د عراق پر سفارت حمله کړې.

د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

د برید مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې منلی.

  • پخواني معلومات

یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د دغې حملې هدف په کابل کې د عراق سفارت و.

  • پخواني معلومات

په پلازمېنه کابل کې نن دوشنبه د ۱۱:۰۰ دقیقو په شااوخوا کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې چاودنه تائید کړه او ویې‌ویل چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د عراق سفارت ته نېږدې شوې ده.

ښاغلي مجاهد په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل.

چارواکي د پېښې د نوعیت په اړه وايي چې دا حمله انتحاري وه.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د دغه برید هدف د عراق سفارت و او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په یاده سیمه کې د حزب اسلامي، «IOM» دفتر او د ولسمشرۍ د چارو د ادارې یوه برخه هم ده.

د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنیو ریاست پېښه تائیدوي او وايي چې دا چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې سیمه کې د عراق سفارت ته نېږدې شوې ده.

چارواکي د پېښې د نوعیت په اړه وايي چې دا حمله انتحاري وه.

عیني شاهدان وايي چې د ډزو اوازونه هم اورېدل شوي.

په پېښه کې د تلفاتو په اړه جزئیات لا تر اوسه نه‌دي ورکړل شوي.

تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG