د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

تبسم: په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې ۱۶ پاکستانۍ ملېشې وژل شوي


د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د پنځمې ورځې لپاره هم جګړه روانه ده او په دغې جګړه کې تر دې مهاله ۵۶ تنه وژل شوي او ۲۵ زخميان دي.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل سردارولي تبسم ازادي راډيو ته د ټیليفون پر ليکه وويل چې د ګډو ځواکونو عمليات روان دي او په هڅه کې دي چې پاتې ځايونه هم له وسله‌والو څخه ونيسي.

نوموړي زیاته کړه:

"له څلورو ورځو راهيسې په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې جنګ روان دی او ډله‌یيز بريد شوی دی نن هم په همدغه ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عمليات روان دي او تر دې مهاله ۵۶ نفره مړه او ۲۵ زخميان دي په دغو مړو کې ۱۶ پاکستانۍ ملېشې هم شاملې دي چې جسدونه هلته پراته دي او عملیات جريان لري او د پوليسو له لوري پرمختګ شوی دی، ولسوالۍ اوس د پوليسو په لاس کې ده او په دغې ولسوالۍ کې يو څو پوستې د وسله‌والو طالبانو سره دي چې افغان ځواکونه هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه پوستې هم ترلاسه کړي."

د ده په خبره چې په دغې ولسوالۍ کې تر دې مهاله په وژل شويو کسانو کې ۱۶ تنه پاکستاني ملېشه پوځونه دي.

نوموړي دا هم وويل چې د دغو عملياتو لپاره په خپله د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان او امنيه قوماندان تللي او له وسله‌والو څخه‌يې د ولسوالۍ نيول شوې پوستې بېرته لاسته راوړې دي.

خو وسله‌وال طالبان دا نه‌مني چې په جاني‌خېلو کې دې له دوی سره د جګړې په ليکو کې کوم بهرنيان موجود وي او وايي، دوی په دغې ولسوالۍ کې پرمختګ کړی او د رشپيګي کنډو په سيمه کې يې ۵ پوليس وژلي ۶يې ټپيان کړي يو رنجر او يو ټانک‌يې له ډېرو وسلو سره نيولي دي.

نور جزيات وروسته ...

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG