د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

دلاور: د کوهستان د بېرته نیولو پر مهال طالبانو ته درانه تلفات اوښتي


په فاریاب ولایت کې امنیتي چارواکي د طالب وسله‌والو له منګولو د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د فاریاب ولایت امنیه قوماندان دلاور شاه دلاور رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې تېره شپه د افغان ګډو امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې سربېره پر دې چې کوهستان ولسوالۍ ونیوله، طالبانو ته‌یې درانه تلفات واړول.

ښاغلي دلاور وویل، سره له دې چې کوهستان ولسوالۍ مو بېرته خپله کړه، د تېرې شپې راپه دې‌خوا په دې ولایت کې افغان قوتونو ۱۴۲ طالب وسله‌وال وژلي او له سلو ډېر یې ټپیان کړي دي.

امنیه قوماندان وویل چې دا عملیات هم‌مهاله په شیرین تګاب، قیصار او کوهستان ولسوالیو کې ترسره شول.

هغه وویل:

"د افغان امنیتي ځواکونو او زموږ د ګډو عملیاتو په نتیجه کې تېره شپه ۱۴۲ طالب وسله‌وال وژل شوي دي، ملا عبدالرحیم له خپلو ۱۰ تنو ځواکونو سره، ملا قبادالله له خپل ګروپ سره چې ۲۵ تنه دي، د ملا یوسف زوی چې ذبیح‌الله نومېږي له خپل ګروپ چې ۲۵ جنګیالي دي، او په عین وخت کې ارسلان له ۱۶ تنو او سید اسماعیل له ۱۰ تنو سره په کوهستان کې وژل شوي او ۴۰ تنه نور د ملا عارفي په کور کې له‌منځه ولاړل، کوهستان د طالبانو په هدېره بدل شوی او هغوی د جنګ له سیمې خپل مړي لېږدوي."

د فاریاب امنیه قوماندان دلاور شاه وویل چې د طالبانو د تلفاتو په اړه خپاره شوي امار ابتدايي دي او احتمالاً دا شمېر به له دې هم زیات وي، کوم چې د امنیتي ځواکونو کشفي څانګو ترلاسه کړي دي.

د امنیه قوماندان افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه امار له رسنیو سره شریک نه‌کړل.

هخوا بیا په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي ازادي راډیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، سربېره پر دې چې د کوهستان ولسوالۍ افغان ځواکونو تېره شپه خپله کړه، هم‌مهاله هغه ۷۰ تنه افغان سرتېري چې له څلورو ورځو راپه دې‌خوا د طالبانو په محاصره کې و، ازاد کړي دي.

د شاهین قول اردو ویاند زیاتوي د فاریاب شیرین تګاب، قیصار او کوهستان د بشپړې تصفیې لپاره او د مخالفینو د ځپلو په مقصد سلګونه تازه دمه کومانډو او ځمکني سرتېري دې ولایت ته استول شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي دي چې تېره شپه په قیصار، شیرین تګاب او کوهستان ولسوالیو کې له افغان ځوکونو سره د جګړې پر مهال‌یې دولتي قوتونو ته درانه تلفات اړولي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

  • پخواني معلومات

د فاریاب امنیه قوماندان دلاور شاه دلاور وايي چې د تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د کوهستان ولسوالۍ بېرته خپله کړه.

امنیه قوماندان وویل چې د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ۱۴۲ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.

هغه وویل چې همدا مهال په کوهستان کې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو چې په‌کې د ملي پولیس، ملي اردو او د ملي امنیت سرتېري شامل دي، چاڼیز عملیات دوام لري او د ورځې تر پایه به د یادې ولسوالۍ نورې سیمې هم تصفیه شي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي وايي چې فاریاب ولایت ته د طالب وسله‌والو د ځپلو په مقصد تازه دمه کومانډو او ځمکني قوتونه استول شوي دي.

  • پخواني معلومات

افغان چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز او شااوخوا اته کلي یې بېرته له وسله‎والو طالبانو نیولي دي او دغلته‌یې امنیتي ځواکونو شااوخوا ۷۰ تنه له څلور ورځنۍ محاصرې خلاص کړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو قوماندان نصرت‎الله جمشیدي ازادي راډیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي، د کوهستان ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیولو په عملیاتو کې د محاصره شويو ځواکونو سربېره دغلته ډیسانت شویو، د کومانډو تازه دمه ځواکونو او د ګاونډیو ولسوالیو امنیتي ځواکونو ونډه درلوده.

د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم پر خپل ټویټرپاڼه د افغان ځواکونو له‎خوا د کوهستان د ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیول تائید کړي او ویلي یې دي چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې هم تصفیوي عملیات په بریالیتوب روان دي.

XS
SM
MD
LG