د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

فارن پالیسي: د افغان ولسمشر مرستیال دغه هېواد ته پرېنښودل شو


بېلابېلو غربي مطبوعاتو د افغانستان په څو مهمو موضوع ګانو تبصرې کړي دي.

واشنګټن ټایمز:

په داسې حال کې چې تمه ده د روانې جولای میاشت په پای کې امریکا متحده ایالتونه د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې له څلورو پخوانیو امریکايي پوځیانو سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدنې ته اشاره کړې ده:

واشنګتن ټایمز لیکلي په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د زیاتو سرتېرو په لېږلو بحث کوي د سې شنبې په ورځ یې له څلورو امریکايي پوځیانو د کوربه توب پر مهال وویل چې غواړي د هغو کسانو نظر واوري چې په افغانستان کې و.

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حواله ویلي چې:

" اوس موږ د ۱۷ کلونو لپاره هلته و. زه غواړم پوه شم چې ولې هلته ۱۷ کاله و."

د ورځپاڼې په حواله ډونالډ ټرمپ ویلي هغو کسانو چې په افغانستان کې وخت تېرکړی تر بل هر چا په ډېر احتمال د هغې سیمې په اړه ښه پوهیږي.

فارین پالیسي خپرونې بیا یوه بله موضوع څېړلې ده.

دې امریکايي خپرونې: "د افغانستان د ولسمشر مرستیال دغه هېواد ته پرېنښودل شو" تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

فارین پالیسي لیکلي چې پخواني جنګسالار او د ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د سورلۍ الوتکې ته په مزارشریف هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ورنه‎کړل او د رپوټونو په اساس الوتکه له ناچارۍ ګاونډي هېواد ترکمنستان ته ستنه شوه.

عبدالرشید دوستم د روان میلادي کال په مې میاشت کې ترکیه ته ولاړ چې ظاهراً یې درملنه د دې سفر هدف بللی خو فارین پالیسي وايي په ترکیه کې یې مېشت کېدل د تبعید په څېر یو عمل دی.

فارین پالیسي امریکايي خپرونه لیکي چې له ۲۰۱۴ کال انتخاباتو وروسته جمهور رئیس اشرف غني عبدالرشید دوستم د مرستیال په توګه انتخاب کړ خو دواړه د واک په سر په لانجه اخته دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په روبوټیک نړیوالو سیالیو کې د افغان نجونو په ګډون تبصره کړې ده.

نیویارک ټایمز وايي، افغان نجونو په دې سیالیو کې د ټولو پام ځان ته جلب کړ.

د ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي چې د سې شنبې په ورځ د روبوټیک په نړیوالو سیالیو کې د لوبې تر پیل مخکې شپږ افغان نجونو د امریکا له ټیم او څلورو نورو ډلو سره نمایشي سیالي وکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ له لوري زیاتې وستایل شوې.

XS
SM
MD
LG