د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د قطر حکومت د خبري آژانس د هک‎کولو تر شا د متحده عربي اماراتو لاس و


د مې میاشتې په وروستیو کې د قطر د حکومت د خبري آژانس د هک‎کولو تر شا د متحده عربي اماراتو لاس و.

دا خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر امریکایي استخباراتي چارواکو په حواله د یکشنبې په ورځ اعلان کړ.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې له هک‎کولو وروسته له هغو غلطو معلوماتو چې د قطر د حکومت د رسمي اژانس په ویب‎سایټ کې ایښودل شوي، په استفادې د سیمې یو شمېر عربي هېوادونو له قطرسره ټولې اړیکې وشلولې چې دغه لانجه تر اوسه دوام لري.

خو په واشنګټن کې د متحده عربي اماراتو سفارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه راپور غلط بللی او ټینګار یې کړی چې متحده عربي امارات د هک‎کولو په دغه ادعا کې هېڅ ډول رول نه‎لري.

واشنګټن پوسټ د یو شمېر امریکایي استخباراتي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه‎دي ښودل شوي ویلي چې د متحده عربي اماراتو د حکومت لوړ رتبه غړیو د مې په ۲۳مه پر یوه پلان بحث کړی و چې یوه ورځ وروسته یې د قطر د خبري اژانس په ویب‎پاڼه کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی په حواله دا خبر خپور شو چې ګواکې هغه ایران ستایلی او له اسرائیل سره یې اړیکې ښه بللي دي.

ورته لمسونکې څرګندونې د دې اژانس په ټویټرپاڼه کې هم خپرې شوي وې.

له دې پېښې وروسته دې اژانس سمدستي ادعا وکړه چې ویب‎پاڼه یې هک شوې او دغه مطالب یې له خپلو سایټونو لېرې کړل.

خو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د قطر ټولې رسنۍ بندې کړي او وروسته یې له دې هېواد سره ډیپلوماټیک اړیکې وشلول.

د اسوشټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې دغه کړکېچ په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف هڅې هم له ګواښ سره ځکه مخامخ کړي چې په دغه کړکېچ کې ښکېل ټول هېوادونو د دغه ائتلاف غړي دي.

په قطر کې له لس زرو زیات امریکایي سرتېري دېره دي او د امریکا مرکزي قوماندانی سیمه‎ییز دفترونه هم په دې هېواد کې فعال دي.

بحرین بیا د امریکایي سمندري ځواکونو د یوې لوا کوربه دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرپه دغه کړکېچ کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو خوا نیولې او په عام محضر کې یې د دوی د دې خبرې ملاتړ کړی و چې دوحه د اسلامي سخت دریځو ډلو او هغو ځواکونو ملاتړ کوي چې هڅه کوي منځني ختیځ بې ثباته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په دې وروستیو کې څو ورځې په سیمه کې تېرې کړي ترڅو د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې دغه کړکېچ پای ته ورسوي خو هغه په داسې حال کې له سیمې ولاړ چې د دغه کړکېچ د هواري کومې نښې نښاني نه لیدل کېږي.

د دغو نویو پرمختګونو په اړه تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG