د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

۴ عربي هېوادونه: د قطر او امریکا د تړون سربېره لاهم اندېښنې پر ځای دي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د سعودي عربستان او د خلیج د درېیو نورو عربي هېوادونو دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

ټېلرسن د دې سفر پر مهال هڅه وکړه چې د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او قطر لانجه هواره شي.

له نېږدې یوې میاشتې راهیسې دغو هېوادونو له قطر سره پولې تړلې دي او د هوا له لارې یې هم بندیز پرې لګولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د منځګړیتوب له هڅو سره-سره داسې راپور نه‎دی خپور شوی چې په دې لانجه کې د پرمختګ خبر ورکړي.

ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ له جدې څخه کوېټ ته ولاړ.

کوېټ هغه هېواد دی چې هڅه کوي د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر او قطر تر منځ منځګړیتوب وکړي.

دغو نورو عربي هېوادونو قطر تورن کړی دی چې له افراطي مسلمانانو سره مرستې کوي او د دوی له سیال، ایران سره ژورې اړیکې لري.

څلورو عربي او یو شمېر نورو هېوادونو له قطر سره ډیپلوماتیک روابط قطع کړي دي او له دوحې څخه‌یې ۱۳ غوښتنې کړې دي چې که عمل پرې وکړي روابط به بېرته ورسره عادي کړي.

په دغو غوښتنو کې د الجزیرې ټلوېزیون بندېدل، له اسلامي ډلو لکه اخوان‌المسلمین سره د اړیکو قطع کېدل، له ایران سره د قطر د اړیکو کمېدل او له قطر څخه د ترکي پوځیانو د اډې ایستل شامل دي.

قطر تر اوسه د دغو نورو هېوادونو غوښتنې رد کړې دي.

دغه هېواد وایي چې دغه هېوادونه غواړي د دوحې او لوېدیځ روابط خراب کړي.

دغه څلور سره هېوادونه او قطر چې په‎کې د امریکا د متحده ایالاتو ستره پوځي اډه ده، د واشنګټن نېږدې متحدان دي.

د جدې په ښار کې ټېلرسن د کوربه هېواد سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر او بحرین له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې وکړې بیا د عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان سره وغږېد.

ټېلرسن د سې شنبې په ورځ قطر ته هم سفر وکړ او هلته‌یې له قطري چارواکو سره د ترورېزم ضد هڅو په ارتباط یو تړون لاسلیک کړ، خو څلورو نورو عربي هېوادونو ویلي دي چې د دې تړون سربېره د قطر په اړه د دوی اندېښنې پر خپل ځای دي.

XS
SM
MD
LG