د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

مشرانو جرګې د سولې عالي شورا فاسده وبلله او په منحل کېدو یې ټينګار وکړ


د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د سولې عالي شورا په فساد تورنه کړه او د دغې شورا په منحل کېدو يې ټينګار وکړ.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي چې د سې شنبې ورځې د جرګې مشري یې کوله يه دې اړه د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل چې د سولې عالي شورا په نوم پیسې حیف و میل کېږي او د دغې شورا غړي په یو وخت څو بېلابېلې دندې لري.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

نوموړي وویل:

"زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د سولې په عالي شورا کې چې کومې پیسې لګوي دا پیسې ښه دی چې په امنیتي سکټور، پوهنې او د بندونو په جوړولو ولګوي، د سولې عالي شورا تر اوسه کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه‌درلوده، یوازې لوړ لګښتونه‌یې کړي، ډونرانو ته وایو کومې پیسې چې سولې شورا ته ورکوئ حیف او میل کېږي، په کومه کچه چې د سولې په شورا کې فساد دی په هېڅ اداره کې نه‌شته او باید منحله شي."

دا خبرې وروسته له هغې وشوې چې یو شمېر سناتورانو د افغانستان د سولې عالي شورا په هغو څرګندونو تُند انتقادونه وکړل چې ویلي د راروانو ټاکنو د ښه امنیت لپاره پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د انتخاباتو پر وخت، په نا امنه سیمو کې اوربند وشي.

سناتور نثار حارث وویل، د سولې شورا په افغانستان کې د دایمي اوربند لپاره تر اوسه هېڅ اساسي کار نه‎دی کړی.

سناتور نثار حارث
سناتور نثار حارث

ښاغلي حارث زیاته کړه:

"زما لپاره ډېره جالبه ده چې د سولې عالي شورا لوړپوړي چارواکي اعلانوي چې د انتخاباتو پر مهال غواړو اوربند وشي، ولې د دایمي اوربند هڅه نه‌کېږي؟ ولې په افغانستان کې هر څه موقتي او د یوې ورځې لپاره وي؟ ځينې خبرې شته چې د سولې عالي شورا د دایمي سولې لپاره اقدام نه‎کوي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د سناتورانو د دغو څرګندونو په باب تازه غبرګون نه‎دی ښودلی.

خو محمد کریم خلیلي چې په‎دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوی، ویلي چې د سولې عالي شورا په تېر کې ځينې ستونزې درلودې، خو په خبره‌یې چې د نوې کړن‎لارې له مخې به خپل هدف په جدي توګه تعقیب کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د سولې عالي شورا کارونه ګټور او د دغې شورا شتون د وخت اړتیا ګڼي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد ازادي راډيو ته وویل چې د حزب‎اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله د دغې شورا او افغان حکومت یوه مهم لاسته راوړنه ده.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد

خو یو شمېر سناتوران وايي چې یاده شورا د تېر په څېر د پام وړ کار نه‎‎شي کولای او په وینا يې چې د افغانستان سوله او جنګ تر ډېره سیمه‎‎ییز اړخ لري چې دا شورا یې باید په سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ډېر تمرکز وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG