د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د سولې عالي شورا وايي، نوی مشر به‌یې د سولې لپاره نوې هڅې پیل کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې د دې شورا د نوي مشر له ټاکل کېدو سره به د سولې نوې هڅې پیل کړي.

د سولې د عالي شورا د عمومي مجمعې د غونډې په درشل کې د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار وايي، هیله‌مند دی چې د دیني عالمانو په مرسته به د سولې لپاره هڅې چټکې شي.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې محمد اسماعیل قاسمیار د سولې په ټینګښت کې د دیني عالمانو ونډه مهمه وبلله او ویې‌ویل چې د شورا نوې مشرتابه به په هېواد کې دننه او بهر د دیني عالمانو غونډې جوړې کړي او زیاته‌یې کړه چې د سولې عالي شورا به د جګړې د بندولو لپاره له دیني عالمانو څخه مرسته وغواړي.

سعودي عربستان نېږدې شپږ میاشتې مخکې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د حکومت پر ضد د وسله‎والو فعالیتونو د بندولو په اړه د یوې فتوا د اخیستو لپاره به د بېلابېلو هېوادونو د دیني عالمانو په ګډون په جده کې یوه نړیواله غونډه جوړوي.

دا غونډه د روان کال په پسرلي کې په پام کې وه، خو په ناڅرګندو دلایلو تر دې دمه جوړه نه‎شوه.

ښاغلي قاسمیار د "جدې" د غونډې د نېټې په اړه څه ونه‌ویل، خو هیله‌یې څرګنده کړه چې له هغه مخکې به په هېواد کې دننه د دیني عالمانو غونډه جوړه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

نوموړي زیاته کړه:

"هیله‌مند وو او لا هم یو چې د سعودي عربستان حکومت به د اسلامي نړۍ په خاص ډول د پاکستان او افغانستان او حتی که وسله‎وال مخالفین وغواړي د دوی د استازو په ګډون د جیدو دیني عالمانو یوه غونډه جوړه کړي. دا غونډه په پام کې وه، خو له هغه مخکې کېدای شي په افغانستان کې دننه د دیني عالمانو غونډه جوړه شي."

د سولې د عالي شورا چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر اشرف غني پخوانی مرستیال ولسمشر کریم خلیلي د سولې د هڅو د لا اغېزمنتوب لپاره د دې شورا د نوي مشر په توګه غوره کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې د بندولو لپاره هڅې چټکې شوي او په دې ترڅ کې د چین حکومت ویلي چې غواړي د پاکستان په مرسته د افغانستان د سولې له هڅو سره مرسته وکړي.

خو یو شمېر څارونکي د سولې عالي شورا سمبولیکه اداره بولي او په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د هغې د توان او وړتیا په اړه شک څرګندوي.

دوی وايي چې د سولې عالي شورا د خپل فعالیت له پیله د پام وړ بریا نه‎لري، خو ځیني نور څارونکي او د دې شورا چارواکي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‎اسلامي سره سوله د مثال په توګه یادوي او هیله‌مند دي چې دا شورا به له وسله‎والو طالبانو سره هم لږ تر لږه په لنډ وخت کې د اوربند او په اوږدمهال کې د سولې موافقې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG