د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

یو شمېر افغان نجونو "زما نوم چېري دی» په نوم یو کمپاین پیل کړ


افغان ځوانو نجونو د "زما نوم چېری دی" په نوم، یو کمپاین پیل کړ.

دغو نجونو د دې لپاره مبارزه پیل کړه چې نارینه دې وروسته له دې، د مور، خور او میرمنې د نوم په اخیستلو، ونه شرمېږي.

د مور، خوراو مېرمنې د نوم اخیستل ځینو نارینه و ته، لوی شرم ښکاري او په ځینو حالاتو کې، د شخړو سبب شوی هم دی.

خو دلته ځوانو نجونو، د دوی د پېژند ګلوي لپاره،یو کمپاین پیل کړی دی.

نوم یې تهمینه رشیق دی او یوه مبارزه او خلاقه نجلۍ ده، د کابل

ښارپه یوه څنډه کې یې د خپل کور په یوې وړې خونه کې، دغه کمپاین پيل کړی دی.

نوموړې د خپلې کمپاین په اړه وویل:

"درې ورځې کېږي چې دغه کمپاین مو پیل کړی دی، په دې اړه مو خپل هشتګ پرون شپه،په فیس بوک کې د « زما نوم چېري دی؟ » ترنامه لاندې خپو رکړ، هدف مو دا دی چې ښځې ته د هغې هویت ورکړل شي او د کور په څلورو دېوالونو کې پاتې نه شي."

دغو نجونو د پېژندګلوۍ لپاره، دغه هشتګ په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ او هیله مندې دي چې وتوانېږي له لاسه تللی هویت بېرته را وګرځوي.

دغه کمپاین د لسو نجونو لخوا پیل شوی دی.

تراوسه لږ نارینه له دغه کمپاین سره یوځای شوي دي.

که څه هم د نجونو نوم اخیستل په اسلام کې د ښځو حق ګڼل شوی خو لږ شمېر نارینه شته چې د خپلې مېرمنې یا لور نوم د عامو خلکو په مخکې اخلي.

پر عامو خلکو سر بېره ځینې روښانفکران او چارواکي هم شته چې د خپلو ښځو نومونه یې نه دي افشاء کړي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال کمال سادات له دغه کمپاین سره یو ځای شوی دی.

کمال سادات
کمال سادات

نوموړي په دې اړه وویل:

"نه یوازې دا چې هرکلی یې کوم بلکې د دغه حرکت یوغړی یم، دا حرکت ډېر پرځای دی، د مور حق دی چې دا حق ورکړو او پرې ونه شرمېږو."

د یني عالم قاري مبین رمزي ښځو ته د هغو نوم اخیستل، د هغوی حق او د اسلام د دین یوه وجیبه ګڼي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"اسلام نه یوازې دا چې د دغه امر مخالف نه دی، ټینګار کوي چې د ښځې نوم باید واضح او بشپړ واخیستل شي، د شرعي پلوه هیڅ ممانعت نه لري، کوم حق دین نارینه و ته ورکړې، باید ښځو ته هم ورکړل شي."

ځینې ښاریان هم ورته نظر لري:

"باید و ویاړي چې د خپلې ښځې یا لور نوم واخلي، کله کله وايي د جاوید مور چې دا سمه نه ده، باید ځانګړی نوم یې واخیستل شي."

په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه، د ښځو د نومونو په ښکاره کولو کې خنډونه ګڼل شوي دي.

خو د دغه کمپاین پیلوونکي په تمه دي چې وکړای شي، په دې برخه کې یو بدلون رامنځته کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG