د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

پاکستان پر جماعت احرار وسله والې ډلې د بندیزونو هرکلی وکړ


پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا له تحریک طالبان پاکستان څخه پر جلا شوې جماعت احرار وسله والې ډلې د بندیزونو هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره ورځ جماعت احرار وسله واله ډله ناقانونه وګرځوله او پر دغې ډلې یې بندیزونه ولګول چې له مخې یې د یادې ډلې مالي اثاثو کنګلول، د غړیو پر سفرونو او د وسلې پر اخيستلو بنديزونه لګول شوي دي.

له بلې خوا بیا پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو له خوا پر دغه ډلې د بندیزونو هرکلی کړی او ویلي یې دي:

"دوی د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې د جماعت احرار وسله والې ډلې د مالي اثاثو کنګل کولو، د دې ډلې د غړو پر سفرونو او د وسلې پر اخيستلو بنديزونه لګول شوي دي."

جماعت احرار وسله والې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د هغو خونړیو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد وزارت بیان کاږي، پاکستان تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښتنه کړې وه چې دا ډله دې د ترهګرو په لېست کې شامله کړي او نړېوال بندیزونه دې پرې ولګوي.

پاکستان ادعا کوي چې دغه وسله واله ډله د افغانستان په ننګرهار کې ولایت کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي، خو افغان حکومت بیا د پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر جماعت احرار وسله والې ډلې تر بندیز لګولو مخکې دغه شورا په ۲۰۱۵میلادي کال کې د تحریک طالبان پاکستان پر مشر ملا فضل الله هم په ترهګریزو پېښو کې د لاس لرلو او ددغو پېښو لپاره مالي مرستو د برابرولو له امله نړېوال بندیزونه لګولي و.

د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا مخکې په تېر ۲۰۱۶میلادي کال کې پر جماعت احرار وسله والې ډلې بندیز لګولی و.

د یادونې وړ ده چې د جماعت احرار وسله والې ډلې ویاند او مهم غړي احسان الله احسان په روان کال کې له دغې ډلې لارې جدا کړې او ځان یې پوځ ته تسلیم کړ.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG