د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

فارین پالیسي: ایا په افغانستان کې با عزته سولې ته رسیدی شو؟


د پاکستان په وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا جدي دریځ او باعزته سولې ته د رسېدو په اړه یو شمېر لویدیځو مطبوعاتو لیکنې کړې دي.

ګارډین:

ګارډین بريتانوي ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره غواړي د افغانستان لپاره د پاکستان په وړاندې تُندر دریځ غوره کړي هغه څه چې د کارپوهانو په باور نه شي کولای په یوازې سر د افغانستان سوله تامین کړي.

تېر ته په کتو چې ورته سیاست له ډپلوماټیک ملاتړ پرته بریالی کېدای نه شي او په پاکستان پوځي فشار به دا هېواد وپاروي څو له امریکا جدا او د چین لمن ونیسي.

ګارډین زیاتوي په کومو پروګرامونو کې چې امریکا یې د افغانستان په اړه لري یوه یې په پاکستان کې د هدفونو د له منځه وړلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو استفاده ده، خو دفاع وزارت ته د جګړې د واک ورکول او ورسره د بهرنیو چارو وزارت د ډپلوماټیکو شبکو د بودجې کمول به د دې لامل شي چې یو ټکر رامنځته او مطلوبه نتیجه ورنه کړي.

فارین پالیسي:

د فارین پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې "ایا په افغانستان کې با عزته سولې ته رسیدی شو؟ تر عنوان لاندې مطلب لیکلی.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتولو ته په اشارې ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید لومړی جنګ وي ځکه د ورځپاڼې په باور که جنګ نه وي سوله کومه معنی نه لري.

د فارین پالیسي په باور امریکا غواړي افغانستان ته د سرتېرو په استولو سره دا هېواد له ماتې وژغوري خو په پای کې د هرې جګړې د سټراټیژۍ یوه برخه سوله وي چې په افغانستان کې هم ورته سټراټیژي مطلوبه نتیجه لرلای شي.

فارین پالیسي دا هم وايي دې ته په کتو چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس په پاکستان پوځي فشار زیاتوي څو د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي خو دا باید هېره نه شي چې د افغانستان د سولې د لرلید لپاره د افغان دولت اقتصادي او سیاسي غښتلتیا اړینه ده او په پای کې همدا دوه پدیدې په افغانستان کې امنیت او سوله ټینګولی شي.

هیومن رایټس واچ:

هیومن رایټس واچ بیا یوه جلا موضوع را اخیستې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان دې خپرونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او جنرال عبدالرازق د یوه ګډ عکس په اړه انتقاد کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تورنوي چې په محبوسینو سخت ظلم کوي او ځوروي یې.

جنرال رازق پخوا دا تورونه رد کړي دي.

د هیومن رایټس واچ په لیکنه کې راغلي چې امریکا جنرال رازق خپل کس بولي او دا هم رښتیا ده چې هغه په کندهار کې د طالبانو له پرمختګ مخه نیولې ده.

د هیومن رایټس واچ په باور په لنډ مهال کې کېدای شي دا کار توجیه ولري خو په اوږدمهال کې د امریکا او افغانستان حکومتونه باید پوه شی چې له فاسدو او په پوځ کې له هغو کسانو ملاتړ چې بشري ارزښتونه نه مراعاتوي د دې لامل کېږي چې نا امنۍ زیاتې او وضعیت د طالبانو په ګټه واوړي.

XS
SM
MD
LG