د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

جرمني، فرانسه او اېټالیا د پناه غوښتوونکو پر ستونزو خبرې کوي


د جرمني، فرانسې او د اېټالیا د کورنیو چارو وزیران نن یکشنبه په بېړنۍ غونډه کې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو پر ستونزو خبرې کوي چې اېټالیا یې ډېره ځپلې ده.

د درې واړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران د ملګرو ملتونو په غوښتنه نن په پاریس کې په یوه ماښامنۍ کې په دې اړه چې له اېټالیا سره په دې برخه کې هڅې په څه ډول همغږي کولای شي، خبرې کوي.

ملګرو ملتونو دا غونډه وروسته تر دې را بللې چې اېټالیا ګواښ کړی چې خپل بندرونه به وتړي او د مرستندو ادارو د ژغورونکو بهرنیو کښتیو چې د مدیترانې په سمندرګي کې د لېبیا له سواحلو اېټالیا ته په لاره ربړي کښتیو څخه کډوال او پناه غوښتونکي ژغوري، فعالیتونه بند کړي.

فیلیپو ګراندي
فیلیپو ګراندي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د شنبې په ورځ وویل چې هغه څه چې دوی یې په خپلو سترګو په اېټالیا کې ویني، یوه ښکاره غمیزه ده.

ګراندي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له اېټالیا سره په دغه سخت حالت کې چې دا هېواد ورسره مخامخ دی او سواحلو ته یې یو زیات شمېر کډوال رسېږي، زیاته مرسته وکړي.

له دغې غونډې مخکې د اېټالیا د کورنیو چارو وزیر مارکومینیټي له یوې اېټالوۍ رسنې سره په مرکه کې ویلي و چې اېټالیا د اروپایي اتحادیې د یوازیني هېواد په توګه نه‎شي کولای چی له مدیترانې د کډوالو او پناه غوښتونکو ژغورنې ته دوام ورکړي.

هغه همدارنګه په دې ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې لیبیا لا باثباته او پولي یې ټینګې شي، ځکه د هغه په وینا، د کډوالو او پناه غوښتونکو په سلو کې ۹۳ یې د دې هېواد له سواحلو په کښتیو کې د اروپا پر لوري حرکت کوي.

د ملګرو ملتونو د احصایې له‎مخې د روان مېلادي کال له پیل راهیسې شااوخوا ۷۷ زره کډوال اېټالیا ته رسېدلي چې دا د تېر کال د همدې مودې په مقایسه په سلو کې ۱۵ زیاتوالی دی.

د اوبو له لارې پر دغې خطر ناکې لارې شااوخوا ۱۸۰۰ کډوالو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د برلین له غونډې وروسته له اېټالیا خپل ملاتړاعلان کړ.

مېرکل وویل، جرمني به په دغې ستونزه کې چې اېټالیا ورسره نن ورځ مخامخ ده، مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG