د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

امریکا د ۶مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر سفر د بندیز حکم پلي کوي


امريکايي چارواکو د پنجشبې په ورځ د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه بنديز تر يوې اندازې پلي کول پيل کړ چې د شپږو مسلمانو هېوادونو پر اتباعو يې امریکا ته پر سفر لګول غواړي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت يوه چارواکي وويل چې دا پاليسي به د امريکا په ټولو قونسلګریو کې د جمعې په ورځ پر ځايي وخت اته بجې پلې شي.

د دوشنبې په ورځ، په واشنګټن کې د امریکا نهه کسيزه سترې محکمې وويل چې د اکتوبر مياشتې پوري به د دې قضيې په اړه دلايل اوري او په همدې حال کې يې د ډونالد ټرمپ پر دې امر د نورو محکمو هغه حکم هم لغوه کړ چې د ټرمپ د مارچ میاشتې امر يې ځنډولی وو.

سترې محکمې فدرال حکومت ته اجازه ورکړه چې د ايران، ليبيا، سومالیا، سوډان، سوريې او يمن پر نويو کسانو چې له امریکا سره هيڅ تړاو نه لري، د نیوي ورځو دغه بنديز پلی کړي.

له ټولو هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو نوي تاييدونه به د يو سل او شلو ورځو لپاره وځنډول شي.

څو دقيقې وروسته له هغه چې دا حکم پلی شو، هوايي ايالت يو شکايت ثبت کړ چې له مخې يې غوښتنه کړې د هوايي ايالتي محکمه باید د سترې محکمې پرېکړه واضح کړي.

د المان خبري اژانس د راپور له مخې هوايي ايالت وايي چې حکومت اعلان کړی وو د سترې محکمې له پرېکړې به سرغړونه کوي او له دغو هېوادونو څخه ورغلو امريکايي اتباعو خپلوانو ته به د ویزو ورکولو په برخه کې د محکمې پر حکم سربېره ډېر له احتياطه کار اخلي.

د هوايي محکمې وکيل لیکلي:

"دا محکمه باید ژر تر ژره واضح کړي چې سترې محکمې چې څه ويلي دي، معنی يې همدا وه او هغه بهرني اتباع چې له امریکا سره د تړاو ادعا کوي، د ولسمشر د غير قانوني امر برعکس يې دې هېواد ته له ننوتلو مخه نه نيول کيږی."

دغه شکايت وايي چې محکمه بايد ويزو ته د وړ خپلويو لېست هم واضح کړي چې د هغه معیار له مخې د امریکايي تبعه سره د ويزې لپاره د بهرني کس خپلوي وکتل شي.

XS
SM
MD
LG