د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

قایم: د سیمې هېوادونه د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې لازمه همکاري نه‌کوي


د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وایي، د سیمې هېوادونه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دوی سره لازمه همکاري نه کوي.

که څه هم د نشه یي تو کو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان او سیمې د یوشمېر هېوادونو ترمنځ د همکارۍ قراردادونه موجود دي، خو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت بیا په دې برخه کې د مؤثرې مبارزې لپاره د سیمې په کچه د یوې عملي تګلارې پر جوړېدو ټینګار کوي.

د دې وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ د برخې مرستیال جاوید احمد قایم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر څو چې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې د سیمې هېوادونه شريک نه شي او په دې برخه کې صادقانه مبارزه و نه کړي د افغان حکومت مبارزه به مطلوبه نتیجه ور نه کړي.

ښاغلی قایم ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونديان باید د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره پر یوې ګډې تګلارې سره سلا شي:

"هغه څه چې موږ یې په اړه ډېره اندېښنه لرو دا ده که چېرې د سیمې هېوادونه په واقعي توګه و نه غواړي مبارزه وکړي او یو اعتبار رامنځ ته نه شي دا مبارزه یوازي په ملي کچه امکان نه لري او افغان حکومت یې په یوازیتوب نه شي کولای، موږ باید په دې اړه تفاهم ته سره ورسېږو چې دا یوه ګډه ستونزه ده چې موږ او سیمې هېوادونو ته یې زیان اړولی، نو باید پر داسې میکانیزم سره سلا شو چې د معلوماتو راکړه ورکړه داسې ترسره شي چې مؤثره نتیجه ولري."

له دې مخکې افغان حکومت د امریکا متحده ایالتونو ته وړاندیز کړی چې د ترورېزم پر خلاف د جګړې د بریالیتوب او وسله والو د مالي سرچینو له منځه وړلو په هدف د افغانستان لپاره په خپله نوې ستراتیژۍ کې د مخدره موادو پر ضد مبارزې ته هم ځای ورکړي.

«امریکا دې په نوې ستراتېژۍ کې له مخدره موادو سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي»
«امریکا دې په نوې ستراتېژۍ کې له مخدره موادو سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي»

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس چې تر ډېره د دغې ستراتیژۍ د جوړولو مسؤلیت لري وایي، د نوې ستراتېژۍ له مخې به له وسله والو مخالفينو پرضد د مبارزې تر څنګ د مخدره موادو د تولید او قاچاق په څېر په سیمه کې د جګړې د لاملونو له منځه وړلو لپاره هم مبارزه کېږي.

په افغانستان کې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کېږي او په دې برخه کې د نړۍ ځینې هېوادونه لکه امریکا او بریتانیا په میلیونونو ډالر لګوي، خو نه یوازې دا چې دې مبارزې تر اوسه کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې، بلکې ورځ په ورځ د نشه یي موادو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

د مشرانو جرګې د دفاعي او کورني امنیت کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزی بیا وايي، د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان خلاصې پولې او دغو هېوادونو ته د قاچاق وړونکو ازاد تک راتک په افغانستان کې د کوکنارو کښت او مخدره موادو تولید ته زمینه برابره کړې ده.

هاشم الکوزی:
هاشم الکوزی:

نوموړي زیاته کړه:

"که چېری مخدره مواد ګاونډیو هېوادونو ته انتقال نه شي د افغانستان بزګران یې نه کري، د بزرګزانو کار له پیسو سره دی او د خپلې مجبورۍ په خاطر یې کري، که دغه سرحدونه بند او د مخدره موادو قیمت راټیټ شي، افغان بزګران به د دغه بوټې له کښت څخه کرکه وکړي او نور به یې نه کري."

تر دې مخکې د ملي شورا یو شمېر غړو هم ویلي وو چې په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې بڼه باید بدلون ومومي او دا مبارزه باید سیمه يیزه شي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم د مخدره موادو پر ضد مبارزه یو نړیوال مسؤلیت بولي او ټینګار کوي چې د دې پدیدې پر وړاندې نه یوازې د سیمې بلکې د نړۍ په کچه باید مبارزه وشي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG