د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

بهمن: د کوکنارو کښت او مخدره موادو تولید ملي اقتصاد زیانمن کړی


په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید له ډېرېدو سره سم د دې هېواد ملي اقتصاد هم زیانمن شوی دی.

د اقتصاد وزارت وايي، که څه هم هر کال د مخدره موادو له درکه د افغانستان د ملي اقتصاد په ناخالص توليد کې شااوخوا شپږ سوه میليونه امريکايي ډالر اضافه کېږي، خو د دې وضعيت دوام د ترورېزم ودې او جرمونو ته لاره هواره کړې ده.

د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په مجموعي ډول د افغانستان ناخالص تولید ۲۰ اعشاریه ۳ میلیارډو امريکايي ډالرو ته رسېده چې شااوخوا شپږ سوه میلیونه ډالر یې د کوکنارو د کښت او مخدره موادو له تولید څخه ترلاسه شوي و.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن د دوشنبې په ورځ ازادي له راډیو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې د دې وضعيت دوام به د افغانستان مشروع اقتصاد سخت زيانمن کړي.

نوموړي زیاته کړه:

سهراب بهمن.
سهراب بهمن.

"د ۱۳۹۵ لمریز کال د شمېرو له مخې د کوکنارو پر کښت سربېره د افغانستان ټول ناخالص تولید شااوخوا ۲۰ اعشاریه درې میلیارده ډالره کېږي، خو که کوکنارترې وایستل شي زموږ ناخالص تولید به ۱۹ اعشاریه ۷ میلیارده ډالره وي، دې ټکي ته په پام سره ويلای شو چې د افغانستان په اقتصاد کې د مخدره موادو ونډه شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېږي."

د نړیوال بانک په یو راپور کې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه چمتو شوی راغلي چې د مخدره موادو له درکه ترلاسه شویو پیسو د دغه هېواد اقتصاد فلج کړی او اوس بزګر په عادي کښت او له دې لارې ترلاسه شویو عوایدو باندي قناعت نه کوي.

دغه ډول په دې راپور کې راغلي، هغه کارکوونکي چې د کوکنارو په ګرونده کې کار کوي هر يو يې د ورځې په اوسط ډول ۱۱ امريکايي ډالره مزدوري ترلاسه کوي.

افغان کارګر له تاریاکو روزانه ۱۱ډالره تر لاسه کوي.
افغان کارګر له تاریاکو روزانه ۱۱ډالره تر لاسه کوي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل، د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید دوام له مشروع کښتونو سره د خلکو لېوالتیا کمه کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی چې د افغانستان زراعتي تاسیسات ويجاړ شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د مخدره موادو د غیر قانوني اقتصاد ونډه له افغانستان څخه بهر ده او د دې هېواد دننه کوم اغیز نه لري، قانوني کښت او محصولاتو ته د بزګرو پام له منځه تللی او هغو تاسیساتو ته هم پام نه کېږي چې زراعت پياوړی کوي، د افغانستان تاریاک د ترورېزم د تمویل یوه برخه ده او ترورېزم ناامني جوړه کړې او ناامنۍ د اقتصاد د ودې مخه نیولې ده، که مخدره مواد مو نه درلودای، نو تر ډېره بریده به امنیت ښه وو."

خو پوښتنه دا ده چې مافیايي کړۍ د مخدره موادو له درکه ترلاسه شوي تورې پیسې څنګه او له کومو لارو له افغانستان څخه دباندي وړي؟

د شفافيت د څار بنسټ په نوم نادولتي ټولنې رئیس اکرام افضلي په افغانستان کې د حوالې غیر رسمي سیسټم موجوديت د دې تورو پیسو د انتقال یوازينۍ لاره ګڼي.

دا چې له دې پیسو څخه په کومو اهدافو کې کار اخیستل کېږي په دې اړه ښاغلي افضلي وویل:

اکرام افضلي.
اکرام افضلي.

"غیر قانوني پیسې د حوالې سیسټم له لارې له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته انتقالېږي او بیا له هغه ځايه د سپينولو لپاره بېرته افغانستان ته انتقال چې وروسته دا غیر قانوني پیسې د ترورېزم او افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د مالي سرچينې په توګه کارول کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په نوم نړیوال کنفرانس کې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق د عصري ترورېزم د تمویل یوه وسیله وبلله.

اقتصادي کارپوهان هم په دې باور دي، که چېري د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه د مخدره موادو پر ضد جدي مبارزه و نه کړي، نو له دې لارې به ترورېزم نور هم پياوړی شي چې دا وضعیت به نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې هېوادونو او نړۍ امنیت ته هم يو جدي خطر وي.

راپور: مرسلين ارسلا

XS
SM
MD
LG