افغانستان
له کندهاره ۴۰ ټنه مېوه هند ته صادره شوه
له کندهاره پرون شنبه څلوېښت ټنه مېوه هند ته صادره شوه.
د پژواک خبري اژانس په حواله، دا مېوې د هند او افغانستان ترمنځ د "ځانګړی هوايي دهلېز" تر فعالېدو وروسته، په دوهم پرواز کې هند ته لېږدول شوي دي.
د کندهار والي زلمی ویسا پرون په دې مناسبت په ځانګړو مراسمو کې چې په هغه ولایت کې د هند قونسل هم پکې و، وویل چې په دې پرواز کې د وچې مېوې ترڅنګ ځیني بوټي هم هند ته صادر شوي دي.
ښاغلي ویسا څرګنده کړې چې د کندهار تازه مېوې به هم په خپل موسم کې هند ته صادرې شي.
د کندهار والي پر سوداګرو غږ وکړ چې د ښه کیفیت مېوې د صادرولو لپاره برابرې کړي او نړیوال ستندرد په پام کې ونیسي.
د هند او افغانستان ترمنځ د تجارتي موادو د صادراتو او وارداتو لپاره "ځانګړی هوايي دهلېز" د تېرې دوشنبې په ورځ پرانیستل شو.
د چین دبهرنیوچارووزیر وانګ يي دافغانستان پرحالاتو د پاکستان د صدراعظم دبهرنیواړیکوله سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې وکړې.
دپاکستاني مطبوعاتو په حواله، وانګ يي پرون [شنبه] دهغه هېواد دبهرنیوچاروله وزيرې سره هم کتلي دي.
د چین دې لوړ رتبه دپلومات پاکستان ته تر تګ مخکې، په کابل کې وویل چې دافغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې به ونه سپموي.
د چین دبهرنیوچارو وزیر به نن هم له پاکستاني چارواکو سره پرسیمیز امنیت او دکابل او اسلام اباد پراړیکو خبرې جاري وساتي.
د بریتانیې چارواکو ویلي چې د هغه هېواد پارلمان د اېمېلونوپرسیسټم د یوې انټرنټي /سایبر حملې په اړه څېړنې کوي.
د بریتانیې دپارلمان داستازومجلس یوه ویاند پرون [شنبه] وویل چې د اېمېلونودسیسټم د خوندي ساتلو لپاره یې ، له لرې واټنه د پارلمان د ایمیلونو له سیسټم سره ارتباط قطع کړی دی.
هغه تائید کړه چې د پارلمان د ایمیلونو شبکې ته له داسې لوري چې اجازه یې نه درلوده ، د ور ننوتلو هڅې شوې او دوي شواهد هم لري.
د مې په میاشت کې د بریتانیې د روغتیايي خدمتونودملي مرکز پر ایمیلونو هم انټرنټي/سایبرحمله شوې وه.
اسرائیلي هوايي ځواکونو پرون [شنبه] وویل چې د سوریې په خاوره کې یې هوایي حملې کړې دي.
د اسرائیل هوايي ځواک دا کار د هغو راکټي حملوپه ځواب کې کړی چې پرون د سوریې له لوري د اسرائيل پر هغو سیموچې دواړه هېوادونه شخړه ورباندې لري، شوې وې.
د اسرائيل پوځ پر ټویټرپه یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوي د هغو لسو راکټي حملو په مقابل کې چې د سوریې له خاورې شوې وې، هغه سیمه بمباردکړه چې راکټ ورڅخه توغول شوي وو او د سوریې دوه ټانکونه یې هم ویجاړ کړل.
رپوټونه وايي چې راکټ د جولان په لوړو کې لګېدلي دي.
دا سیمه پخوا د سوریې د خاورې برخه وه خو په نولس سوه اوه شپېته میلادي کال کې اسرائیل ونیوله او له هغه راهیسې دواړه هېوادونو لانجه ورباندې لري.
د روسیې دفوټبال لوبډلې د کنفدرېشن د فوټبال جام په سیالیوکې د مکسیکوله لوبډلې ماتې وخوړه او له سیالیو وایستل شوه.
د فوټبال کنفدرېشن جام سیالۍ په روسیه کې روانې دي.
د روسیې او مکسیکودفوټبال د لوبډلوترمنځ پرونۍ [شنبه] سیالي د روسیې په قازان ښار کې ترسره شوه.
د روسیې ترماتې وروسته، د مکسیکود فوټبال لوبډله نیمه پایلوبې ته وتلې ده .
په دې لړکې ، د پرتګال د فوټبال لوبډلې پرون د نوي زیلاند لوبډلې ته په څلور ګولونو شکست ورکړ او سیمي فاینل ته ورسېده.
ټاکل شوې چې د فوټبال دنړیوال جام سیالۍ کال ته په روسیه کې ترسره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان د پنجاب حکومت منلې چې د بې اسناده افغانانو په اړه د خبر ورکولو پر سر یې جایزه ټاکلې
د پاکستان پنجاب حکومت چارواکو منلې ده چې په دغه ایالت کې د بې اسناده افغانانو د شتون په اړه د "کره معلوماتو" او خبر ورکولو پر سر د جایزې په توګه نغدې پیسې ورکوي.
د پنجاب ایالت د اطلاعاتي چارو وزیرې عظما بخارۍ د نومبر پر ۱۹مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې حکومت غواړي یې اسناده بهرنيان وباسي نو ځکه یې هغه اعلان کړی دی. د هغې په وينا به د پنجاب حکومت په تېرو درو اونیو کې ۶۲۲۰ افغانان، افغانستان ته لېږلي دي.
تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيوو خپرو شويو عکسونو کې ښکارېدل چې خبر او معلوماتو ورکوونکو ته ۱۰ زره روپۍ د جايزې په ډول اعلان شوي دي خو بخاري د انعامي پیسو د څومره والي په اړه څه نه دي ويلي.
امریکا د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پر هند خرڅوي
د امریکا متحد ایالتونو موافقه وکړه چې پر هند د درې نوي میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.
په دې وسلو کې د ټانک ضد توغندیو سیستم او د یو ډول لارښود توپخانې مهمات شامل دي.
وروسته تر دې چې د اګست په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند څخه پر وارداتو پنځوس فیصده تعرفه لوړه کړه دا لومړی ځل دی چې په پوځي برخه کې د واشنګتن او نوي ډيلي ترمنځ دا موافقه کیږي.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې پر هند د وسلو د پلورلو دا تړون د واشنګتن د بهرني سیاست او ملي امنیت د اهدافو ملاتړ کوي چې دا به د متحد ایالتونو او هند ستراتیژیک اړیکي نور هم پياوړي کړي او د یو لوی دفاعي ملګري د امنیت په تامین کې به مرسته وکړي.
افغان طالبان له پاکستانه د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې له پاکستانه یې افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې څلور دیرش تفنګچې، څلور ایم فور، څلور کلاشینکوف، یو کرینموف او څه نورې وسلې یې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې نیولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا نه دې ویلي چې کله یې دا وسلې نیولې دي، خو په بیان کې یې څرګنده کړې ده چې قاچاق کوونکي تښتیدلې دي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.
په لسګونو افغانان له پاکستانه جرمني ته روان شول
د افغانانو یوه ډله له پاکستان څخه جرمني ته په الوتکه کې روانه شوه. دا خبر د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د جرمني اژانس( ډي پي اې) یو خبریال ورکړی دی.
په راپور کې د دې الوتنې دقیق وخت نه دی یاد شوی، خو دا یادونه شوې ده چې دوه پنځوس افغانان هانوور او برلین ته لیږدي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي دي چې دوی په سخت وضعیت کې ژوند کوي او تمه لري چې جرمني او نور هغه هیوادونه چې د دوی د بیا میشتیدنې ژمنه یې کړې ده، دا بهیر ګړندی کړي.
د پاکستان پوځ: د ټي ټي پي تر شلو ډیر غړي مو وژلي
د پاکستان امنیتي ځواکونه د درویشت مخالفو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.
پوځ وایي چې دا کسان یې د افغانستان پولي ته څیرمه په کرم ولسوالي کې د دوو هدفي عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې دا کسان د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی د مربوطو ډلو دي چې هند یې ملاتړ کوي، خو په دې اړه یې اسناد او شواهد نه دې وړاندې کړي او هند هم د اسلام اباد د دې تازه ادعا په اړه څه نه دې ویلي.
حامد کرزی: نور دې د نجونو د زده کړو مخه نه نیول کیږي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ماشومانو په نړیواله ورځ د ماشومانو د زده کړې پر حق ټینګار وکړ.
ښاغلي کرزي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هرڅومره ژر چې کیږي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
له څه باندې څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو مکتبونه په افغانستان کې بند دي او نژدې درې کاله کیږي چې طالبانو د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ تړلي دي.
د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتو په ویبپاڼه کې د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په وینا راغلې دي چې:« ماشومانو ته غوږ شئ او چې کله دوی خپل حقونه غواړي، غږ یې راغبرګ کړئ».
امریکا کې هغه افغان په ۱۵ کاله زندان محکوم شو چې د ټاکنو په ورځ یې د برید پلان درلود
یو افغان وګړی د امریکا د تېر کال د ټاکنو په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش په استازیتوب د برید د طرحې په جرم په ۱۵ کاله حبس محکوم شو.
۱۹ کلن عبدالله حاجي زاده په اپریل میاشته کې اعتراف وکړ چې د برید په هدف یې د وسلې او ځینېو مهماتو د اخیستو هڅه کړې وه.
حاجي زاده او یو ملګری یې ۲۸ کلن نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشته کې په اوکلاهما ایالت کې د نومبر د پنځمې له ټاکنو څو اونۍ مخکې ونیول شول.
توحیدي هم خپل جرم باندې اعتراف کړی، خو تراوسه محکمې د هغه سزا نه ده اورولې.
د محکمې د اسنادو له مخې دغو کسانو هڅه کوله چې دوه میله ( AK-47) یا کلاشینکوفونه او پنځه سوه مرمۍ واخلي او د ټاکنو په ورځ برید په وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، نیول شویو کسانو هوکړه کړې چې تر حبس وروسته به افغانستان ته لېږدول کیږي.
د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا په ځوانانو جام کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیایي جام په دریمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه.
دغه لوبه پرون چهارشنبه ( د لړم ۲۸مه) د قطر د پلازمېنې دوحې په ورزشي ستډیوم کې ترسره شوه.
افغان لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۱۴۱ منډې هدف ورکړ، خو د هانګ کانګ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۱۶ منډې وکړې.
افغان لوبډلې د دې جام په دویمه لوبه کې بنګله دیش ته لوبه بایللې ده، خو لومړۍ هغه یې بیا له سریلانکا ګټلې وه.
ایران کې د سږکال له پېله ۷۲ افغانان اعدام شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، د روان میلادي کال له پېله په ایران کې له ۷۰ زیات افغانان اعدام شوي دي.
په ناروې کې د مېشت دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعدامونه د کال له پيله د اکتوبر تر نیمایي پورې موده کې اجرا شوي." سږ کال په لس نیمو میاشتو کې ۷۲ افغانان اعدام شوي، داسې ښکاري چې سږکال د اعدام شویو افغانانو شمېر به د تېر کال پرتله ډېر وي."
د هغه په خبره، تېر کال په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه وو.
مقدم وایي، افغانان تر ډېره د نشه یي توکو د قاچاق اړوند جرمونو او قتل په خاطر اعدام شوي، خو ټینګار کوي چې د محکمو جریان عادلانه نه و.
د هغه په خبره، تورن کسان په لومړیو پړاونو کې مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او تر ډیره د هغو اعترافاتو له کبله اعدام شوي چې په زور او ربړونه ترې اخیستل شوي دي.
که څه هم په ایران کې د زنداني افغانانو شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېر کال ویلي و چې د پام وړ شمېر افغانان هلته بندیان دي.
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې د ویجاړیو یوه نوې ارزونه، بیارغونې ته ۱۲۸ میلیونه ډالر په کار دي
د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه ارزونه ښيي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د کورونو، ښونځیو او کلیدي خدمتونو بیا رغونه څه باندې ۱۲۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
رویټرز پرون چهارشنبه ( د لړم ۲۸مه) راپور ورکړ چې ( د بیړنیو اړتیاوو بیرته په پښو درولو) په نوم دغه ارزونه د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، او اسیایي پراختیا بانک له خوا شوې ده.
دوی په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د کورونو، روغتیایي مرکزونو، اوبو رسولو سیستمونو او کرنیزو ځمکو د بیا رغونې لپاره درې کلن پلان تشریح کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې سږ کال افغانستان کې درې اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او ۲۰۲۶ کال کې به اړتیا په همدې کچه وي، خو په وینا یې تراوسه د اړتیا وړ پیسو نژدې نیمایي برخه ور رسیدلې ده.
د افغانستان په ختیځ کې د وږي میاشتې زورورې زلزلې له کبله له دوو زرو ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۳۶۰۰ نور ټپیان شول.