د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

سناتور حارس: مرګونې حملې زندانونو کې د طالب بندیانو لخوا رهبري کېږي


په کابل او ځینو ولایتونو کې وروستیو نا امنیو مشرانو جرګه اړ کړه چې امنیتي مسؤلین ور وغواړي.

په کابل ښار کې د موټر بم چاودنه او ځینې نورې امنیتي پېښې هغه پوښتنې وې چې د مشرانو جرګې غړیو د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت له عمومي رئیس څخه وکړې.

سناتور نثار حارس وویل چې په کابل کې مرګونې حملې د زندانونو دننه، د طالب بندیانو له‎خوا رهبري کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس د روانو پېښو په مخنیوي کې تر یوه حده د امنیتي ځواکونو کمزوري مني خو وايي چې افغانستان اوس ‎مهال د القاعدې او هغو تروریستي ډلو پر وړاندې په جنګ کې دی چې له منځنۍ اسیا او منځني ختیځ څخه افغانستان ته را ننوتي دي.

ښاغلي ستانکزي په کابل ښار کې د موټر بم چاودنې په اړه وویل، د پېښې په اړه په ملي او نړیواله کچه څېړنې روانې او له دغو څېړنو یې یو څه موندلي هم دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی

نوموړی وايي:

"د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا ټولې تروریستي ډلې په کابل کې فعالې دي او پوښتنه وشوه چې ټانکر څنګه راغلی. فرض کړئ موږ کمروزي یو، خو د امریکا، جرمني او نورو هېوادونو سفارتونو دغه اطلاعات موږ ته راکړي وو."

دغو ځوابونو د سناتورانو قناعت حاصل نه‎کړ.

سناتور صفي الله هاشمي د ملي امنیت عمومي رئیس کمزوری کس یاد کړ او ويې ویل، که دغه څوکۍ پر ده تحمیل شوې وي، باید واضح یې کړئ او استعفا دې وکړي او که د ده په خبره، د موټربم چاودنه د پنځم ستون له‎خوا شوي وي، باید عاملین یې افشاء کړي.

خو د ملي امنیت رئیس وايي، پنځم ستون نشته بلکې ستونزه په نظام کې ده.

د ده په خبره بهرنیو لاسوهنو او سیاسي رقابتونو، نظام له ګواښونو سره مخ کړی دی.

د کابل ښار موټر بم حملې چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې وشوه، څه باندې ۱۵۰ کسان يې ووژل او کابو۴۰۰ یې ټپیان کړل.

مشرانو جرګې په دې ورځ پر معصوم ستانکزي سربېره، د کورنیو چارو وزارت او کابل ګارنیزیون ځیني مسؤلین هم د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو، جرګې ته ورغوښتي وو چې د سناتورانو په خبره د دغو امنیتي مسؤلینو ځوابونه یو بل ته ورته وو او دوی پرې قناعت ونه کړ.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار وویل:

"ځینې اوازې دي چې دغه ټانکر د یو سفارت مخې ته ودرېدلی او یا ورننوتی دی. دا باید روښانه شي چې په دې حمله کې د پاکستان ترڅنګ کوم بل هېواد هم مرسته کړې او که نه او دا ستاسې مسؤلیت دی چې روښانه یې کړئ او که نه نو د قیامت په ورځ به مو د ملت پر وړاندې غاړه بنده وي. همدارنګه پر اعتراض کوونکو د ډزو عاملین هم باید معلوم او مجازات شي."

د ښاغلي مسلمیار په خبره، امنیتي مسؤلینو خپل ځوابونه همغږه کړې نه وو.

ده ټینګار وکړ چې دغه مسؤلین دې د امنیتي پېښو په اړه، د څېړنو له بشپړولو وروسته یو ځل بیا مشرانو جرګې ته راوغوښتل شي او ملت ته دې ځواب ووايي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG