د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

مککېن: د ټرمپ اداره افغانستان ته د ستراتیژۍ په جوړولو کې پاتې راغلې


امریکايي سناتور جان مککېن د ولسمشر ټرمپ پر ادارې د دې لپاره انتقاد وکړ چې په افغانستان کې د بریالیتوب په خاطر د ستراتیژۍ په جوړولو کې پاتې راغلې ده.

د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر او د جمهوریپال ګوند سناتور جان مککېن وویل:

مککېن: موږ د افغانستان په جګړه کې له ولاړ حالت سره مخامخ یوو
مککېن: موږ د افغانستان په جګړه کې له ولاړ حالت سره مخامخ یوو

"له ۱۶ کلونو جګړې وروسته موږ د افغانستان په جګړه کې له ولاړ حالت سره مخامخ یوو. بده دا ده چې موږ هېڅ ستراتیژي نه لرو چې ولاړ حالت پای ته ورسوي او بری لاس ته راوړي."

ده وویل چې دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس تېره اوونۍ د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته ویلي و چې حاضر دمه امریکا د افغانستان په جګړه کې د بري په لور روانه نه ده.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس

ده وروسته وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د ستراتیژۍ د جوړولو بشپړ واک ورکړی او ژر به ستراتیژي بشپړه کړي.

جان مککېن وویل:

"د نوي حکومت ۶ میاشتې وځي، خو لا یې هم ستراتیژي نه ده وړاندې کړې. موږ دا نه شو منلی. که حکومت د بري لپاره د ستراتیژۍ په جوړولو کې ناکام شي، کانګرس باید تر دې زیات رول په غاړه واخلي. موږ د خپلو هغو زړورو ښځو او ځوانانو پوروړي یوو چې په افغانستان کې پوځي خدمت کوي."

خو د کانګرس ځینو نورو غړیو د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه مثبته بللې چې دفاع وزیر جېمز متيس ته یې د افغانستان د ستراتیژۍ د جوړولو واک ورکړی دی.

جېمز متېس ویلي چې د راتلونکي جولای تر نیمايي پورې به د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړي او په دغه هېواد کې به د جګړې ولاړ حالت بدل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG