د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو پریکړه کوي


د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده. د متحد ایالتونو دفاع وزیر وایي چې واشنګټن په خپله بهرنۍ تګ‎لاره کې دې مسئلې ته لومړیتوب ورکوي.

جېمز متېس د چهارشنبې په ورځ د سنا استماعیه غونډې ته وویل چې ډېر ژر به د افغانستان د ستراتیژۍ او په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه پریکړه وکړي.

د متحد ایالتونو دفاع وزیر جېمز متېس
د متحد ایالتونو دفاع وزیر جېمز متېس

متېس وايي:

"ولسمشر ټرمپ تېره ورځ ماسپښین ماته واک وسپاره ترڅو په افغانستان کې د ځواکونو شمېر سره سم کړم. زموږ ځواکونه د اوس لپاره د ترورېزم ضد عملیاتو کې برخه اخلي او د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت ملاتړ کوي، ترڅو د افغانستان خلک وتوانېږي چې له ځانه دفاع وکړي."

ټرمپ: متېس افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه صلاحیت لري

متېس: امریکا دا مهال د افغانستان په جګړه کې ګټونکې نه ده

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د جولای په نیمایي کې د ستراتیژي اعلان دا معنی نه‎لري چې په څو ورځو کې به په دغه هېواد کې امریکايي پوځیان زیاتیږي.

د جېمز متېس په وینا په افغانستان کې د پوځیانو د زیاتېدو په برخه کې به د امریکا د حکومت له ټولو اړخونو سره سلا مشوره وشي.

د اوس لپاره امریکا شاوخوا اته زره څلور سوه پوځیان په افغانستان کې لري او له څو میاشتو راهیسې د امریکا پوځي قوماندان افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو غوښتنه کوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس وایي چې د دوی په پوځي ماموریت کې به بدلون رانه شي.

نوموړي زیاته کړه:

متېس وایي چې د دوی په پوځي ماموریت کې به بدلون رانه شي.
متېس وایي چې د دوی په پوځي ماموریت کې به بدلون رانه شي.

"زموږ ماموریت به له لویه سره په افغانستان کې داسې وي چې بدل به نه‎شي. افغان ځواکونو ته به سلا مشوره ورکوو او روزي به یې، د هغوی ملاتړ به کوو ترڅو هغوی د خپلو خلکو دفاع وکړي او پرې نه‎ږدي چې د افغانستان له خاورې پر موږ یا پر نورو برید وشي. "

د امریکا ترڅنګ د ناټو یو شمېر نورو غړیو هېوادو هم ویلي دي چې افغانستان ته د نورو پوځیانو پر استولو غور کوي.

د امریکایي اژانسونو په وینا، د امریکا دفاع وزارت غواړي له درېیو تر پنځو زرو پورې نور پوځیان افغانستان ته ولېږي.

د دغو رسنیو په وینا د اوس لپاره افغان ځواکونه د افغانستان پر ۶۰ فیصده خاوره واکمن دي او کله ناکله تر فشار لاندې راځي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې له امریکا څخه یې د نورو پوځیانو غوښتنه نه‎ده کړې خو ټینګار کوي چې د امریکا متحد ایالتونه چې هر راز کولی شي د افغانستان جګړه دې پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG