د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

سوریه کې امریکا او ائتلاف ته یې د روسیې تازه خبرداری


د سوریې پر کړکېچ له امریکا سره د ترینګلتیا په اوج کې د روسیې دفاع وزارت خبرداری ورکړ چې که د امریکا یا د دغه هېواد د ائتلاف الوتکې بیا د سوریې کومه الوتکه وویشته، وبه غورځول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي چې له درستو هېوادونو غواړي چې له یو اړخېزو اقداماتو ډډه وکړي او د سوریې ملي حاکمیت ته درناوی ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

نوموړی وايي:

"موږ د امریکا له متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو چې دلته ځواکونه او سلاکاران لري، غواړو چې دا ډاډ راکړي چې زموږ کارونه به د یو بل په همغږۍ ترسره کېږي. خوندي سیمې زموږ لپاره په ګډه د مخکې تلو ممکن انتخابونه دي."

تر دې مخکې د امریکا په مشرۍ ائتلاف وویل، د بشار الاسد د حکومت پلوي ملېشو د سوریې پر ډیموکراټیک ځواک چې د امریکا له ملاتړه برخمن دي، حمله کړې ده.

ائتلاف وویل چې د سوریې د حکومت یوې جنګي الوتکې د یکشنبې په ورځ د سوریې د ډیموکراټ ځواک پر مورچو بمونه وغورځول.

روسیه: هره الوتکه چې د فرات لویدیځې خوا ته راشي هدف یې ګرځوو

روسیه: امریکا باید د سوریې ځمکني واکمنتیا ته درناوی ولري

د سوريې پوځ تائيد کړه چې يوې الوتکې ته يې سقوط ورکړل شوی

امریکايي جېټ د سوريې د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه راوغورځوله

دغه الوتکه وروسته وغورځول شوه.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ پرون دوشنبه د سوریې حکومتي ځواکونه د دې پېښې مسؤل وبلل.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ

نوموړی وايي:

"د یکشنبې د ورځې پېښه د حکومتي ځواکونو له لوري په یوه منظم پوځي اقدام پسې وشوه. وروسته یوه سوخوۍ الوتکه د سیمې پر سر ښکاره شوه. موږ هره ممکنه هڅه وکړه چې رانژدې نه شي. په نهایت کې زموږ قوماندان پرېکړه وکړه چې زموږ له ملاتړه برخمنو ځواکونو ته خطر شته. دا د سوریې د حکومت خلاف زموږ یوازینی اقدام و. دلته دوه خبرې دي؛ د ځان دفاع او بل دا چې موږ مخکې ورته څرګنده کړې وه."

د نړیوال ائتلاف ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سوریې له رژیم او همدا راز روسي پوځیانو سره د جګړې نیت نه لري.

حاضردمه په سوریه د جنګ درې ډلې شته؛ د روسیې پلوي او د رژیم وفادارو ځواکونه، سیاسي مخالفین او د اسلامي دولت یا داعش ډله.

XS
SM
MD
LG